Asset 1SWN

تخار کې د مطالعې دودولو په موخه د کتابونو نندارتون جوړ شو

ss

د تخار مرکز تالقان ښار کې یو‌شمېر ځوانانو د کتاب لوستنې او مطالعې عامولو په موخه د «اغېزناکې مطالعې» تر عنوان لاندې د کتابونو یو نندارتون جوړ کړ.

د دغه نندارتون جوړونکي وايي چې اوس وخت کې د شته ستونزو د هواري یوازینۍ لار مطالعه او کتاب لوستل دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د په مرکز تالقانو ښار کې د یاد نندارتون جوړونکی عبدالکریم غریب اوغلي سلام‌وطندار ته ویلي چې د ټولنیزو رسنیو د ډېرې کارونې له امله کتاب سره د ځوانانو مینه کمه شوې چې دا چاره به دغه ولایت کې د مطالعې فرهنګ زیانمن کړي.

نوموړي وویل: «په دغه پروګرام کې دیني عالمانو، ښوونکو او نورو قشرونو ونډه اخیستې وه او هڅه کوو چې راتلونکې کې هم دغه شان پروګرامونه جوړ کړو، څو ځوانان وکولای شي چې له دې لارې خپل معلومات زیات کړي او خپله راتلونکې جوړه کړي.»

په همدې حال کې د دې نندارتون پرمهال یو‌شمېر دیني عالمانو په ټول هېواد کې د نجونو ښوونځیو پر بیاپرانېستلو ټینګار وکړ.

دیني عالم مولوي محمد یعقوب وویل: «په وروستیو تحولاتو کې زده‌کړو سره د زده‌کوونکو مینه کمې شوې. له یوه اړخه جګړه او له بل پلوه له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو تړل‌کېدل لامل شوې چې پر ځوانانو اغېزه وکړي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې تخار کې وخت نا وخت یو‌شمېر فرهنګیان د ځوانانو ترمنځ د مطالعې فرهنګ دودولو په موخه د کتابونو نندارتونونه جوړوي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام