له ښځې سره د تاوتریخوالي تعریف

د ښځو  پر وړاندې تاوتریخوالی تخصصي اصطلاح ده چې ډېری وخت یې لامل سړي بلل کېږي او د ملګروملتونو د تعریف له مخې، هره هغه کړنه چې د جنسیټ پر بنسټ له جسمي، جنسي او رواني اړخه، د ښځې امنیت او سلامت وګواښي، تاوتریخوالی دی؛ خو څنګه چې ښکاري د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی، یوازې د سړیو له‌خوا نه‌دی او بېلابېل اړخونه لري چې د ښځو له‌خوا د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی هم یو له دغو ډولونو دی.

د مسلې بیان

د افغانستان په څېر یوې دودیزه ټولنه کې د تاوتریخوالي ښکارندې ارزونه به له شک پرته له ننګونو او د پام وړ محدودیتونو سره مخ وي. د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي څو اړخیز‌توب او د تاوتریخوالي بېلابېلې بڼې، د دې مسلې راسپړل، نور هم پېچلې کوي، خو دغه مسله هغه مهال نوره هم ستونزمنه کېږي چې د ښځو پر وړاندې د ښځو له‌خوا تاوتریخوالي په اړه ارزونه او څېړنه وکړئ.!

له همدې امله دې راپور کې اساسي مسله د ښځو پر وړاندې د ښځو له‌خوا د تاوتریخوالي کچې ارزونه ده چې له دې وړاندې به ډېر کم څه پرې لیکل شوي وي. د ښځو پر وړاندې د نارینه‌‌وو تاوتریخوالي باندې ډېر څه لیکل شوي او څېړنې پرې شوي، خو ښځو سره د خپلو همجنسو له لوري تاوتریخوالی چې د تاوتریخوالو یوه لویه برخه جوړوي، سپړنې نه‌دي شوي.

له همدې امله په دې څېړنه کې اصلي پوښتنه دا ده چې څه شمېر مرکه شوې ښځې، د ښځو له لوري ورسره تاوتریخوالی شوی او په کومه ډول او بڼه وو.؟

د څېړڼې پوښتنې

  1. په دې څېړنه کې د مرکه شویو مېرمنو له ډلې څومره شمېر ښځې، د خپل همجنس له لوري له تاوتریخوالي سره مخ شوي؟
  2. دغه تاوتریخوالی ډېری په کومه بڼه شوی؟
  3. هغه تاوتریخوالی چې ښځې ورسره مخ شوي، کوم ډول تاوتریخوالی و؟
  4. د دغو تاوتریخوالو عاملان څوک وو؟

د څېړنې مخینه

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په اړه ډېر څه خپاره شوي، خو داسې ډېر کم څه به وموندل شي چې د ښځو پر وړاندې د ښځو تاوتریخوالي په اړه لیکل شوي وي. که څه هم دې څېړنه کې د مرکه شویو مېرمنو پر وړاندې د وروستیو څو کلونو پر مهال تاوتریخوالی څېړل کېږي، خو دې موده کې داسې څېړنې نه‌دي شوي چې پام وروګرځي. له همدې امله دې څېړنه کې د پام وړ ټکی دا دی چې ګونګ او پټ اړخونه راسپړل شوي او هغه ښکارنده څېړل شوې چې له دې وړاندې له پامه غورځول شوې وه.

د څېړنې اهداف

  1. د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ښکارندې «پدیدې» د بېلابېلو اړخونو ارزونه؛
  2. د ښځو له‌خوا د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ثابتول او د لاملونو او څرنګوالي ارزونه؛
  3. له تاوتریخوالي سره د مخ شویو مېرمنو د شمېرو وړاندې کول؛
  4. د ښځو پر وړاندې د ښځو تاوتریخوالي د لاملونو ارزونه؛
  5. د ښځو له‌خوا د ښځو له تاوتریخوالي سره د مبارزې لپاره وړاندیزونه؛

د څېړنې نېټه

دغه راپور د ۲۰۲۳ کال د نومبر له ۲۶مې «لیندۍ پنځمه، ۱۴۰۲» پیل شوی او  د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ پر اتمه «مرغومې ۱۸مه، ۱۴۰۲» پای ته رسېدلی دی.

تحلیل

په دې څېړنه کې د شمېرو، معلوماتو او اطلاعاتو د تحلیل او شننې لپاره له «SPSS» پروګرام څخه ګټه اخیستل شوې ده.

د څېړنې ننګونې

د افغانستان په څېر یوه دودیزه ټولنه کې د دا ډول څېړنو کول، له ستونزو او ننګونو تش نه‌وی او دا څېړنه هم له بېلابېلو ستونزو او ننګونو سره مل وه چې د هر یوې بیان او لیکل یې، ناشونې دي، خو یوازې د څو ټکو پر لیکلو یې بسنه کوو.

  1. په دې سروې کې زیاتره ښځې چې مرکې ورسره شوې وې، د تاوتریخوالي په ماهیت نه پوهیدې او له دې ناخبره وې چې تاوتریخوالی ورسره شوی او که نه؛ ځکه دغه ښځې د تاوتریخوالي زغمل او د تاوتریخوالي شتون د خپل ژوند یوه برخه ګڼي.
  2. په افغانستان کې ډېری ښځې د دودیز کورني جوړښت له امله نه غواړي د خپل کورني تاوتریخوالي په اړه خبرې وکړي، له همدې امله په دې سروې کې مرکه شوې مېرمنې په ساده ډول د خبرو کولو سره موافقې نه‌وې.
  3. د دې څېړنې بله ستونزه ښځو سره د خبرو لپاره د لاسرسي ستونزه وه، ځکه د ښځو ډېری ښوونیز مرکزونه او کار ځایونه تړلي دي.

د څېړنې متغیرونه

ښځې، تاوتریخوالی، بې‌سوادي، ټولنیز دودونه او جبري وادونه د دې څېړنې له متغیرونو څخه دي.

د راپور لنډیز

د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی یوه ځانګړې اصطلاح ده چې تل یې عامل نارینه‌ ګڼل کېږي او د ملګروملتونو د تعریف له مخې، هره هغه کړنه چې د جنسیټ پر بنسټ له جسمي، جنسي او رواني اړخه، د ښځې امنیت او سلامت وګواښي، تاوتریخوالی دی؛ خو څنګه چې ښکاري د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی، یوازې د سړیو له‌خوا نه‌دی او بېلابېل اړخونه لري چې د ښځو له‌خوا د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی هم یو له دغو ډولونو دی.

دغه سروې په ۲۶ ولایتونو شوې چې کابل د ۴۴سلنه ګډون‌کوونکو له اړخه تر ټولو لوړ شمېر او کونړ، زابل، ننګرهار او پنجشېر د ۰.۲سلنې ګډون‌والو په درلودو، تر ټولو کم شمېر له ځان سره لري.

د یادې سروې ۸۴سلنه ګډونوالې نجونې او مېرمنې دي چې له  خپلو همجنسو څخه یې تاوتریخوالی لیدلی دی او د سروې پاتې ۱۶سلنه ګډونوالو ویلي چې تراوسه د ښځې له‌خوا له تاوتریخوالي سره نه‌‌دي مخ شوي.

په دې سروې کې ۹۱.۲سلنه ګډونوالو ویلي چې  له رواني تاوتریخوالي، ۴.۳سلنه له فیزیکي تاوتریخوالي، ۴.۳سلنه نورو بیا ویلي چې له «فیزیکي او رواني» دواړو تاوتریخوالو سره مخ شوې دي.

د سروې ۵۳سلنه ګډونوالو ویلي چې ډېری وخت په کور کې له تاوتریخوالي سره مخ شوې دي او ۴۷سلنو بیا ویلي، له کور بهر ورسره تاوتریخوالی شوی دی. هغه مېرمنې چې کور کې له تاوتریخوالي سره مخ شوي، ۴۲سلنو یې ویلي، د پلار له لوري ورسره تاوتریخوالی شوی، داسې حال کې چې ۵۸سلنه نورې بیا وايي، له خاوند سره د ګډ ژوند پیل سره یې پرې رواني او فیزیکي تاوتریخوالی شوی دی.

په سروې کې د راټولو شویو معلوماتو له مخې، عمه «د پلار خور» تر نورو ډېر د پلار کور کې د تاوتریخوالي عامل ده، خواښې او نندرور بیا د خاوند کور کې د تاوتریخوالي تر ټولو ډېر عاملانې دي.

د دې سروې پر بنسټ همکار او د کار خاوند هم له کور بهر د ښځو له لوري له ښځو سره د تاوتریخوالي عاملانې پېژندل شوې دي.

په دې سروې کې د ښځې له لوري ښځې سره د تاوتریخوالي لاملونه څېړل شوي چې ډېری ځواب‌ویونکو بُخل، او ټولنیز ناسالم رقابتونه یې له مهمو لاملونو څخه ګڼلې دي.

د سروې راپور

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د کچې، څرنګوالي، عواملو او لاملونو د څېړنې په موخه د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې دغه سروې په لاره اچول شوې وه چې ۴۱۲ ښځو په کې ګډون کړی. په دې سروې کې کابل تر ټولو زیات ځواب‌ورکوونکو له اړخه په سلو کې ۴۴ او کونړ، زابل، ننګرهار او پنجشېر بیا هغه ولایتونه دي چې تر ټولو کم ۰.۲سلنه ګډون‌وال لري.

د دې سروې ۵۴.۹سلنه ځواب‌ویوونکې د ۱۵-۲۵کلونو ترمنځ عمرونه لري. ۲۶.۲سلنه د ۲۵-۳۰ کلونو ترمنځ؛ ۸.۷سلنه د ۳۰ څخه تر ۴۰ کلونو پورې عمر لري او د سروې ځواب‌ویونکو ۱۰.۲سلنه بیا له ۴۰ پورته عمرونه لري. ۵۹سلنه برخه اخیستونکې نجونې او ۴۱سلنه واده شوې مېرمنې دي.

د دې سروې ۸۴ سلنه برخه اخیستوونکو ویلي، له خپل هم‌جنس څخه یې تاوتریخوالی لیدلی دی، خو نورو ۱۶سلنو په ډاګه کړې چې د خپل هم‌جنس له‌خوا هېڅ ډول تاوتریخوالی ورسره نه‌دی شوی. هغه مېرمنې چې د خپل هم‌جنس له‌خوا له تاوتریخوالي سره مخ شوي، د تاوتریخوالي کچې په اړه هم ترې پوښتل شوي چې ۲۸سلنه یې وايي، ډېر زیات دي، ۱۹سلنو یې ویلي، ډېر دي او۵۳سلنو هم ځواب ورکړی چې تاوتریخوالی کم دی.

په همدې حال کې هغه مېرمنې چې له خپل هم‌جنس له لوري له تاوتریخوالي سره مخ شوي او دې سروې کې یې ګډون کړی، ۹۱.۲سلنو یې ویلي چې له رواني تاوتریخوالي، ۴.۳ یې فیزیکي تاوتریخوالي، ۴.۳سلنه یې له دواړو فیزیکي او رواني تاوتریخوالي سره مخ شوې دي.

هغه چاپېریال چې ښځې له تاوتریخوالي سره په‌کې مخ شوي، په دې سروې کې ارزول شوي چې له تاوتریخوالي سره د مخ شویو مېرمنو له ډلې یې ۵۳سلنو ویلي چې د کور چاپېریال او ۴۷سلنو یې ویلي، له کور بهر له تاوتریخوالي سره مخ شوې دي. هغه مېرمنې چې کور کې له تاوتریخوالي سره مخ شوي، له ډلې یې ۴۲سلنه د پلار کور کې، ۵۸سلنو یې بیا ویلي، د کور او خاوند کور کې له رواني او فیزیکي تاوتریخوالي سره مخ شوې دي.

په سروې کې  له ګډون‌کوونکو د راټولو شویو معلوماتو له مخې، د پلار کور کې «عمه»، ورېندار، نیا، مور او میره په ترتیب سره ۵۵.۸، ۲۸.۵، ۱۰.۳، ۲.۵ او ۱.۲ سلنه د خپلو هم‌جنسو له لوري ورسره تاوتریخوالی شوی او ۱.۲سلنه نورو بیا پورته کسان د ځان پر وړاندې د تاوتریخوالي اصلي عاملان بللي دي.

بل‌خوا هغه مېرمنې چې د خاوند کور کې له تاوتریخوالي سره مخ شوي او دې سروې کې یې ګډون کړی، وايي، ۸۳.۸سلنه د خواښې او نندرور، ۱۵.۲سلنه د لېوره مېرمن او یو سلنه هم د میرې له‌خوا ورسره تاوتریخوالی شوی دی.

له کور بهر له تاوتریخوالي سره مخ شوې مېرمنې وايي، ۵۹.۲سلنه کار ځای، ۲۶.۵سلنه ښوونیزو مرکزونو او ۱۴.۱سلنه هم د تګ‌راتګ پر مهال له تاوتریخوالي سره مخ شوې دي.

له دې ډلې ۵۵.۲سلنه هم‌کار، اته سلنه د کارخاوند، ۱۱.۷سلنه ښوونکې، ۱۷.۲سلنه ملګرې او ټولګې‌والې او ۷.۴سلنه هم پورته یاد شوي کسان، هغه څوک بولي چې له دوی سره یې تاوتریخوالی کړی دی.

په دې سروې کې د ښځې پر وړاندې د ښځې تاوتریخوالي لاملونه هم څېړل شوي چې ۲۵سلنه ګډونوالو، بُخل، ناسالم ټولنیز رقابتونه، څلور سلنه نرواکي دود او نابرابري او ۱.۷سلنه له خپلو حقونو ناخبره او بې‌سوادي او ۶۹.۴سلنه نور بیا ټول یاد شویو لاملونو په ګډون «ماشومتوب کې ناسمه روزنه، جبري وادونه، رواني ځپلتیا او د فردي خپلواکۍ نشتون» د ښځې پر وړاندې د ښځې د تاوتریخوالي له اصلي لاملونو بللي دي.

افغانستان کې د ښځې له‌خوا پر ښځې تاوتریخوالي په اړه د حل لارو برخه کې هم پوښتل شوي چې ۱۴.۳سلنه ګډونوالو عامه پوهاوی او د فرهنګ جوړونه، ۴.۶سلنه د جنسیتي برابرۍ زمینې برابرول، ۳.۳سلنه د فردي خپلواکۍ زمینې رامنځته کول او ۷۷.۶سلنو هم ویلي چې د پورته یاد شویو مواردو سره همغږې دي او په وینا یې، کولای شي، افغانستان کې د ښځې پر وړاندې د ښځې د تاوتریخوالي ستونزه هواره کړي.

وړاندیزونه

د ښځې پر وړاندې د ښځې تاوتریخوالي سره د مبارزې لپاره حکومت او ټول ولس ټولنیز مسوولیت لري چې دې برخه کې په همغږې توګه کار وکړي، خو په مشخصه توګه، له هغه ځایه چې د افغانستان په ټولنه کې د ښځې له‌خوا د ښځې تاوتریخوالي ستونزې ته کمه پاملرنه شوې، په پای کې هم د دې ستونزې تر یوه بریده د هواري لپاره د حل لارې هم وړاندیز شوې دي.

  1. اړتیا ده چې ټولنه کې د تاوتریخوالي مخنیوي لپاره قانون شتون ولري او په جدي توګه پلی شي.
  2. د هېواد په قوانینو کې فردي خپلواکي روښانه شي او د پلي کولو لپاره یې د ټولنې ټول وکړي مکلف وپېژندل شي.
  3. په قوانینو کې له کورنیو د مېرمنې او خاوند مستقل ژوند روښانه شي او پر پلي‌کېدو یې له جدیت کار واخیستل شي.
  4. د ټولنې وګړو ته په بېلابېلو بڼو عامه پوهای ورکړل شي.
  5. رسنۍ، د جوماتونو ملا امامان، ښوونکي او نور بنسټونه او وګړي چې کولای شي، ټولنه کې پیغامونه ورسوي، باید خلک د تاوتریخوالي کمولو کې او عامه پوهاوي ورکړې، برخه کې خپل رول ادا کړي.
  6. له دې امله چې د ښځې پر وړاندې د ښځې له لوري د تاوتریخوالي په اړه څېړنه نه‌ده شوې، اړتیا ده چې د دې ډول تاوتریخوالو د پټو اړخونو راسپړلو لپاره څېړنې وشي او له ټولنې یې د ورکولو په موخه د حل لارې وړاندیز شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام