د ښځو له‌خوا مېرمنو سره د تاوتریخوالي کچې ارزونه

د ښځو  پر وړاندې تاوتریخوالی تخصصي اصطلاح ده چې ډېری وخت یې لامل سړي بلل کېږي او د ملګروملتونو د تعریف له مخې، هره هغه کړنه چې د جنسیټ پر بنسټ له جسمي، جنسي او رواني اړخه، د ښځې امنیت او سلامت وګواښي، تاوتریخوالی دی؛ خو څنګه چې ښکاري د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی، یوازې د سړیو له‌خوا نه‌دی او بېلابېل اړخونه لري چې د ښځو له‌خوا د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی هم یو له دغو ډولونو دی.