سرچینې د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د دوو جلا جلا پېښو پر مهال د یوې نجلۍ او یوې ښځې د وژل کېدو خبر ورکوي.
د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې امنیتي سرچینو سلاموطندار ته ویلي چې نن سهار د دغه ښار په بالا دوري سیمه کې د یوې نجلۍ مړی موندل شوی دی. دا نجلۍ په مرمیو وژل شوې ده.
په همدې حال کې سرچینې وايي چې یوه ځوان سړي پرون مازدیګر د پلخمري ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند په «تلاشي» سیمه کې خپله مېرمن په ډزو وژلې او تښتېدلی دی.
سرچینې وايي چې تر اوسه د دغو پېښو په تړاو څوک نهدي نیول شوي، خو په وینا یې، د اسلامي امارت مسوولانو یې د نیولو لپاره هڅې پیل کړې دي. تر اوسه د دغو پېښو لاملونه نهدي په ډاګه شوي.
دا داسې مهال ده چې یوه کس شپږ ورځې وړاندې هم په پلخمري ښار کې خپله امیندواره مېرمن ووژله او بیا یې ځان د ا.ا امنیتي مسوولانو ته وسپاره.