بغلان کې د جلا جلا پېښو پر مهال یوه نجلۍ او یوه ښځه وژل شوي

سرچینې د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د دوو جلا جلا پېښو پر مهال د یوې نجلۍ او یوې ښځې د وژل کېدو خبر ورکوي.
د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې امنیتي سرچینو سلام‌وطندار ته ویلي چې نن سهار د دغه ښار په بالا دوري سیمه کې د یوې نجلۍ مړی موندل شوی دی. دا نجلۍ په مرمیو وژل شوې ده.

پخوانی جنرال غرزی خواخوږی ومړ

غرزي خواخوږي ته نږدې کسان وايي چې هغه نن د زړه سکتې له کبله مړ شوی دی. د دوی په وینا، غرزي خواخوږي د زړه ناروغي لرله چې په وروستیو کې ترې ډېر کړېده.

بادغیس کې چاودنې درې ماشومانې وژلي

د بادغیس د امنیې قومانداني د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې نن سهار ۸:۰۰ بجې د دغه ولایت د مقر ولسوالي په خارستان سیمه کې ناچاوده مرمۍ چاودلې ده. په خبرپاڼه کې لیکل شوي دغو ماشومانو هلته له تېرو جګړو پاتې مهمات له اوسپنو سره را ټول او بیا یې په تیږه وهلي چې له کبله یې چاودنه شوې ده. خبرپاڼه زیاتوي چې دې چاودنه کې درې ماشومانې وژل شوې دي.

کندهار کې خپلمنځي شخړه؛ یو ماشوم وژل شوی، ورور او پلار یې ټپیان دي

د کندهار محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په میوند ولسوالي کې د ځمکې پر سر شخړه کې د یوې کورنۍ درې کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده. د کندهار د والي ویاند حاجي زید وايي چې دې پېښه کې یوه لوري پر بل لوري چې موټر کې ناست دي، ډزې کړي او له کبله یې یو ماشوم وژل شوی او بل ورور او پلار یې ټپیان دي.