د بادغیس د امنیې قومانداني د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې نن سهار ۸:۰۰ بجې د دغه ولایت د مقر ولسوالي په خارستان سیمه کې ناچاوده مرمۍ چاودلې ده.
د نوموړي په وینا، یوشمېر ماشومان د زړو اوسپنو د ټولولو په موخه د مخکیني دولت د یوې پوستې شاوخوا ته ورغلي وو.
په خبرپاڼه کې لیکل شوي دغو ماشومانو هلته له تېرو جګړو پاتې مهمات له اوسپنو سره را ټول او بیا یې په تیږه وهلي چې له کبله یې چاودنه شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې، چاودنه کې درې ماشومانې چې د مقر ولسوالي د نواباد اوسېدونکې وې، وژل شوې دي.
دوه ورځې وړاندې فراه کې هم یوه ځوان هلک د هاوان مرمۍ د چاودنې له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړ.