Asset 1SWN

سلام وطندار

پخوانی جنرال غرزی خواخوږی ومړ

یی

غرزي خواخوږي ته نږدې کسان وايي چې هغه نن د زړه سکتې له کبله مړ شوی دی. د دوی په وینا، غرزي خواخوږي د زړه ناروغي لرله چې په وروستیو کې ترې ډېر کړېده.

غرزي خواخوږي په پخوانیو حکومتونو کې تر معینیت پورې پر بېلابېلو څوکیو کار کړی و او په وروستیو کلونو کې به وخت‌ناوخت د نظامي او سیاسي شنونکي په توګه په رسنیو کې را څرګندېده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د معلوماتو له مخې، هغه د اسلامي امارت په مخکینۍ دوره کې د دوی پر وړاندې د پاڅون مشري په تور نیول شوی و او د کابل، ننګرهار او کندهار په بندخونو کې پنځه کاله بندي و.

خواخوږی د اسلامي امارت د مخکیني حکومت له سقوط سره سم له بندخونې راخوشې او لومړیو کې د کورنیو چارو وزارت کې احتیاطي افسر و او وروسته بیا د کابل ښاروالي مرستیال شو.

نوموړی د افغانستان په سیاسي او نظامي مسایلو کې ژوره مطالعه لرله او نه یوازې په رسنیو کې به یې په اړه بحثونه کول، بلکې یوشمېر لیکنې یې هم پرې کړې دي.

د غرزي خواخوږي ملګري وايي چې هغه په وروستیو کلونو کې شخصي کاروبار ته مخه کړې وه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام