د میدان‌وردګ محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یوې مېرمنې خپله دولس کلنه بنزۍ سخته وهلې چې له امله یې ساه ورکړې ده.

د میدان‌وردګ د سیداباد ولسوالي یوه اوسېدونکي رحیم‌الله سلام وطندار ته ویلي دغه پېښه پرون د یادې ولسوالي د اونخي درې اړوند په ګدايي سیمه کې رامنځته شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نوموړي په وینا، یوې مېرمنې د خپلې بنې درې وړې لورګانې سختې وهلي چې یوه ۱۲ کلنه بنزۍ یې چې عابده نومېږي، تر وهلو وروسته زندۍ کړې او ځای پر ځای وژل شوې ده.

د میدان‌وردګ امنیه قومنداني ویاند محمدیوسف اسرار هم پېښه تاییدوي او وایي، یاده ښځه د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوې ده.

دغه پېښه داسې مهال کېږي چې له دې وړاندې هم دغه ولایت او د هېواد په یو‌شمېر سیمو کې ورته پېښې رامنځته شوي چې تر ډېری یې لامل کورنی تاوتریخوالی ښودل شوی دی.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

څو ورځې وړاندې په یوې ورته پېښه کې یوه کس په کندهار کې خپل درې زامن وژلي وو. د نوموړي کس د کورنۍ غړیو ویلي و چې یاد کس عصبي ناروغي درلوده او له همدې امله یې خپل زامن وژلي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام