بغلان ولایت کې محلي سرچینې سلاموطندار ته وايي چې ناپېژنده وسلهوالو د دغه ولایت د امنیې قومنداني د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر، لومړی له کور څخه راوېستلی او وروسته یې وژلی دی.
د سرچینې په وینا، دغه پېښه پرون د دغه ولایت اړوند په تاله او برفک ولسوالي کې رامنخته شوې ده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
تراوسه د دې پېښې انګېزه او لامل نه دی روښانه. په همدې حال کې د بغلان والي بختیار معاذ د یادې پېښې لامل شخصي دښمني یادوي او په دې برخه کې یې د څېړنو د پیل خبر ورکړی دی.
د بغلان د امنیې قومندان مسوولان وايي، هڅه کوي چې د دغه برید عاملان ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.
دا لومړی ځل نه دی چې ناپېژنده وسلهوال یو کس وژني، بلکې له دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو سیمو کې یوشمېر کسان له کور څخه ایستل شوي چې وروسته یې بیا مړي موندل شوي دي.