د هرات ـ کندهار لویه لار د هېواد له سترو اقتصادي لارو شمېرل کېږي چې هره  ورځ پرې زرګونه باروړونکي موټر او مسافران تګ و راتګ کوي. خو طالبانو له تېرو څو اوونیو راهیسې د کندهار ژېړۍ او میوند ولسوالیو او د هلمند «کشک نخود، ګرشک او شورابک» سیمو او د فراه ولایت فراه‌رود سیمه کې د دغې لویې لارې ځینې برخې د ټرافیکو پر مخ تړلي دي.

د هرات ـ کابل لویې لارې موټرچلوونکي سلام‌وطندار ته وايي، دغه لویه‌لاره کې هره ورځ د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړه روانه وي او دا تړلې وي.

د دوی په وینا، د کابل ـ هرات پر لویه‌لاره ډېری امنیتي پوستې د طالبانو تر ولکې لاندې دي.

صبغت‌الله یو له دغو موټرچلوونکيو چې دوه ورځې وړاندې يې کله چې دغه لویه‌لاره کې د طالبانو چک‌پاینټ څخه تښتي، پر موټر یې د وسله‌والو له لوري ډزې کېږي.

یو شمېر نور موټرچلوونکي او مسافران چې د لارې تړل کېدو له کبله نه دي توانېدلي خپلو ولایتونو ته لاړ شي وايي، د لارې تړل کېدل لامل شوي چې ناروغان یې روغتونونو ته له رسېدو وړاندې مړه شي. دوی له دولت او طالبانو غواړي چې لویه‌لاره د خلکو پر مخ پرانیزي او تر دې زیات زیان ونه ویني.

د هرات ـ کندهار لویې‌لارې د تړل کېدو ترڅنګ د تخار یو شمېر اوسېدونکي هم وايي، طالبانو د تخار ـ کندوز لویې‌لارې ځينې برخې تر کنټرول لاندې راوستي او خلک په اسانۍ سره تګ و راتګ نه شي کولی.

د کندهار د امنیې قومندانۍ ویاند جمالناصر بارکزی او د تخار د امنيې قومندانۍ ویاند خلیل اسیر د طالبانو له لوري د لویو لارو تړل کېدل تاییدوي او وايي، د لویو لارو پرانیستو لپاره د امنیتي او دفاعي ځواکونو عملیات پيل شوي دي.

د جوزجان ځايي چارواکي او اوسېدونکي هم وايي، طالبان د جوزجان ـ بلخ لویې لارې ځینو برخو کې په ځانګړې توګه «علم‌خېل» سیمه کې چک پاینټ لري او له خلکو باج اخلي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام