په کابل کې د امریکا سفارت د کابل په هوايي ډګر کې له پروني سخت او خونړي وضعیت وروسته له خپلو هېوادوالو غوښتي چې تر بلې خبرتیا پورې هوايي ډګر ته ور نه شي.

په کابل کې د امریکا شاژدافیر راس وېلسن پر خپل ټویټر لیکلي چې دی او همکاران به یې په کابل کې پاتې شي، څو له زرګونو امریکایانو او زیانمنو افغانانو سره مرسته وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه لیکلي: «زه او د امریکا سفارت کارکوونکي به په کابل کې پاتې شوو او په چټکۍ کار کوو، څو له زر امریکایانو او زیانمنو افغانانو سره مرسته وکړو او موږ به دلته خپل مشارکت ته دوام ورکړو. له افغانانو سره زموږ ژمنه پر ځای ده.»

په کابل کې د امریکا سفارت لیکلي چې په کابل او هوايي ډګر کې امنیتي وضعیت په چټکۍ سره بدلېدونکی دی او امریکایان باید په خپلو ځایونو کې پاتې شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې د طالبانو د قطر دفتر غړي سهیل شاهین د بشردوستانه بنسټونو او ډیپلوماټانو د امنیت په اړه ډاډ ورکړی دی.

خو بله‌خوا داسې راپورونه هم خپاره شوي چې طالبانو د کابل ښار په لوېدیځ کې د خلکو کورونه هم پلټلي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام