Asset 1SWN

کاپيسا کې د یوه خاوند او مېرمنې مرموزه وژنه

WhatsApp-Image-2021-02-13-at-11.04.05-AM-p2sk9xq14iyhr9l5w72hgk9fzbqr1xa1j8sd40u4qw

د کاپيسا امنيتي مسوولان وايي، د ياد ولايت مرکز د محمود راقي ښار «رېګ روان» سيمه کې د پنجشنبې په شپه وسله‌والو کسان يوه کور ته ورغلي او د ماشومانو په مخ کې يې يوه مور او پلار وژلي دي.
د ياد ولايت د امنيې قومندانۍ د امنيت امر محمدمعشوق کوهستاني د ياد خبر په تاييد سره سلام‌وطندار ته وايي، د پېښې عاملانو يوه ورځ وروسته د وژل شوي کس ورور ته تلفون کړی او د پېښې په اړه يې ورته ويلي دي.

د کوهستاني په وينا، دغه وژل شوي کسان درې اولادونه لري او له کله چې دغه مور او پلار وژل شوي نه دغه کور ته څوک ورغلي او نه هم له دغه کوره څوک دباندې راوتلي.

وژل شوی کس

د کاپیسا د امنيت امر زياتوي، تېره شپه شاوخوا ۷ بجې پوليسو د يادو کسانو جسدونه له کوره موندلي او د يادې کورنۍ ماشومان په وږي نس په دې تمه چې مور او پلار يې ويده دي، هېڅ خوراک نه دی کړی.

د کاپیسا پوليس وايي، د پېښې عامل د پروان ولايت د بګرام سيمې اوسېدونکی جان‌اغا نومېږي او د وژل شوې مېرمنې پخوانی کوژدن دی چې د نيولو په موخه يې پلټنې پيل شوې دي.

د کاپیسا د مدني ټولنو بنسټو مسوول حشمت‌الله اسحاق‌زاده وايي، د ماشومو اولادونو په مخ کې د مور او پلار وژنه، يو لوی انساني ناورين دی.

د امنيتي سرچينو د معلوماتو له مخې، د يادو وژل شويو کسانو په دې اولادونو کې يو شيدې خوړونکی ماشوم هم شامل دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام