Asset 1SWN

د کاپیسا  د امنيې قومندانۍ د کشف د امر ترور؛ عاملان يې پر ونه راوځړول شول

kapisa-f-p43viwh455947wlqpr664vxiob00s9e4jav1v4apw4

د کاپیسا سیمه‌ییز مسوولان وايي، د ياد ولايت د امنيې قومندانۍ د جنایي جرمونو د مبارزې مديريت د کشف امر  مستقیم‌خان ترور شوی دی.

د کاپیسا د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوول شایق شورش سلام‌وطندار ته وايي، دغه امر نن وروسته له غرمې خپل کور سره نږدې د موټرسايکل سپرو وسله‌والو طالبانو له لوري ووژل شو.

د نوموړي په وينا، دغه پېښه د محمود راقي ښار لومړۍ امنيتي حوزې «سيدخان کلا» سيمه کې شوه ده.

شورش زياتوي، په دې پېښه کې د کاپيسا د امنيې قومندانۍ د جنایي جرمونو د مبارزې مديريت د کشف امر  وژل شوی او ورور يې ټپي دی.

په ورته وخت کې یو شمېر امنیتي سرچینو سلام‌وطندار ته وويل، بريدګر د طالبانو کسان وو چې له پېښې وروسته د سيمې د اوسېدونکيو له لوري وژل شوي او جسدونه يې په ونه کې راځوړند کړي دي.

طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام