Asset 1SWN

« د ولسي جرګې غړي د ارګ او د ملي امنيت شورا تر شديد فشار لاندې دي»

20210212_115332-p2r3kwu24k2oej4e6p3brrqg9bxpcv80dudid7koeg

د ولسي جرګې غړي د ښوونيکو د معاشونو د يو شانولو له کبله د ارګ او د ملي امنيت شورا تر شديد فشار لاندې دي. دغه موضوع ولسي جرګه کې د پروان ولايت د خلکو استازي صدیق‌احمد عثماني په پروان کې د ښوونکيو په يوه راټولېدنه کې مطرح کړه.

عثماني وايي، د حکومت رهبري او د ملي امنيت شورا دې لپاره چې د ولسي جرګې استازي د ښوونکيو د معاشونو د يو شان والي له پرېکړې په شا شي او د ۱۴۰۰مالي کال بوديجه تصويب کړي، فشارونه وارد کړي دي.

نوموړی وايي، تر هغه چې د ښوونکيو معاشونه يو شان شوي نه وي، دوی به له خپلې پرېکړې په شا نه شي.

د پروان ولايت د ښوونکيو د اتحاديې غړی عبدالقیوم میرزاده د ولسي جرګې له هغې پرېکړې چې د ښوونکيو د معاشونو يو شان والي لپاره يې کړې، ملاتړ کوي او وايي، حکومت چې نورې اقتصادي ستونزې هواروي دا ستونزه دې هم هواره کړي.

په ياده راټولېدنه کې د پروان مدني فعالانو، ځوانانو او قومي مخورو د ولسي جرګې له استازيو وغوښتل چې د ښوونکيو د معاشونو د يو شان والي له پرېکړې په شا نه شي.

دوی په يوه پرېکړه ليک د ولسي جرګې له پرېکړې ملاتړ وکړ او ويې ويل، که دې برخه کې بې‌پروايي وشي، دوی به سړکونو ته راووځي.

په ورته وخت کې بغلان ولايت کې لسګونه دولتي کارکوونکيو په يوه راټولېدنه کې د دولتي کارکوونکيو د معاشونو د يوشان والي له پرېکړې ملاتړ وکړ. دوی د بغلان مرکز پلخمري ښار کې را ټول شوي او د بغلان عمومي سړک يې څو ساعتونو لپاره وتاړه.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ماليې سرپرست وزير محمدخالد پاینده وويل، که بوديجه تصويب نه شي، نو بې‌وزلي او اقتصادي ستونزې به ډېرې شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام