Asset 1SWN

سلام وطندار

د پروان د پوهنې رييس له خپلو درې مديرانو سره څارنوالۍ ته معرفي شو

WhatsApp-Image-2021-01-16-at-3.59.36-PM-p1g54zx3cgwyfzqdze5mujqqvazpixglh17stn8tqg

د پروان والي فضل‌الدین عیار وايي، د ياد ولايت د پوهنې رييس عبدالظهور حکیم د اداري فساد او له دندې د ناوړه ګټې اخيستو په تور د پروان ولايت د استيناف څارنوالۍ ته معرفي شوی دی.

فضل‌الدین عیار سلام‌وطندار ته وايي، قراردادونه، د دفتر داخلي موضوعات او د ښوونکيو ننګونې هغه تورونه دي چې د پروان د پوهنې رييس يې څارنوالۍ ته معرفي کړی دی.

خو د ياد ولايت پوهنې رياست کې يوه بله سرچينه وايي، د پوهنې رييس د عبدالظهور حکیم ترڅنګ د مالي، د تدارکاتو او بشري سرچينو مديران هم څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.

په ورته وخت کې د پروان ولايت د استيناف څارنوالۍ له اداري فساد سره د مبارزې رسمي مکتوب چې سلام‌وطندار ته رسېدلي ښيي چې دغې ادارې د ياد ولايت د پوهنې رييس، مالي مدير، د تدارکاتو مدير او د بشري سرچينو مديران احضار کړي دي.

خو د پروان د پوهنې رييس عبدالظهور حکیم وايي، څارنوالۍ ته ځکه معرفي شوی چې د قرنطين ورځو کې يې د اضافه کارۍ امتياز اخيستی دی.

ومو غوښتل په دې اړه د پروان د استيناف څارنوالۍ نظر هم ولرو؛ خو بريالي نه شوو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام