Asset 1SWN

د احصایې ملي ادارې د وروستۍ پرېکړې پر وړاندې د پروان د اوسېدونکو غبرګون

20210315_133940-p48zxtm2r32u5233ex6cdp4w9uh5abzog9hzz9je7g

د پروان ولایتي شورا، مدني فعالانو او ځوانانو نن په یوه غونډه کې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې له لوري د قومونو د نوملړ خپرولو پر وړاندې غبرګون وښود او هغه یې د خلکو د بېلوالي لامل وباله.

د پروان د ولایتي شورا رییس امین‌الله شکوري وايي، د خلکو دښمنان ونه توانېدل چې د هېواد یوموټی ملت او قومونه سره بېل کړي او په خبره یې، د احصایې او معلوماتو ملي اداره هم نه شي کولای د ورونو قومونو ترمنځ د بېلوالي تخم وشیندي.

د پروان یو مدني فعال محمدشفېع مشفق وايي، سره له دې چې افغانستان له بې‌وزلۍ، ناامنۍ او مدیریتي ناورین څخه کړېږي، د احصایې ملي اداره غواړي د ټولو شرعي قوانینو خلاف د قومونو د بېلوالي طرحه عملي کړي. د نوموړي په وینا، که یاده اداره پر دې طرحې بیاکتنه ونه کړي، د خلکو له سخت غبرګون سره به مخ شي.

د پروان یو بل مدني فعال اورنګ اذرخش بیا وايي، نړۍ اوس پر ملت جوړونې کار کوي او د احصایې او معلوماتو ملي ادارې وروستۍ طرحه ټول‌پوښتنې ته اړتیا لري.

په دې اعتراضي غونډه کې پرېکړه‌لیک هم ولوستل شو او ګډونوالو یې په برښنايي پېژندپاڼو کې د بېلابېلو قومونو د نومونو لیکلو له لارې د قومونو بېلوالي د درېدو غوښتنه وکړه.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام