د اسلامي امارت دفاع وزارت د اتو قول‌اردو ګانو نومونه بدل کړل

د اسلامي امارت د دفاع وزارت د مخکیني حکومت د پوځ د قول اردو نومونه بدل کړي دي. د هغه حکم له مخې چې د دفاع وزارت د سرپرست محمدیعقوب مجاهد په لاسلیک سره خپور شوی، په کابل کې د ځانګړو عملیاتو قول اردو، د مرکزي قول اردو په نوم، د بلخ ۲۰۹ شاهین قول اردو، د الفتح په نوم نومول شوې دي.

پدرام: ځینې پر کوچنیو برخو د قومونو د وېش هڅه کوي

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې تازه له پښتنو پرته د قومونو یو نوملړ چې خلک کولای شي د برښنايي پېژندپاڼې د اخیستلو پر مهال یې غوره کړي، خپور کړی دی.
د ملي کنګرې ګوند رییس عبداللطیف پدرام نن د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د دغه اقدام پر وړاندې یوې جوړې شوې خبري غونډې ته وویل چې د ولسمشري ماڼۍ کړۍ هڅه کوي چې د تاجک، هزاره او اوزبک قومونو په وېشلو سره پښتانه ډېر وښيي.