« د ولسي جرګې غړي د ارګ او د ملي امنيت شورا تر شديد فشار لاندې دي»

د ولسي جرګې غړي د ښوونيکو د معاشونو د يو شانولو له کبله د ارګ او د ملي امنيت شورا تر شديد فشار لاندې دي. دغه موضوع ولسي جرګه کې د پروان ولايت د خلکو استازي صدیق‌احمد عثماني په پروان کې د ښوونکيو په يوه راټولېدنه کې مطرح کړه.
عثماني وايي، د حکومت رهبري او د ملي امنيت شورا دې لپاره چې د ولسي جرګې استازي د ښوونکيو د معاشونو د يو شان والي له پرېکړې په شا شي او د ۱۴۰۰مالي کال بوديجه تصويب کړي، فشارونه وارد کړي دي.

تخار کې معترضان: له ۹۱ کوډ او بې‌ځايه او سليقوي امتيازاتو نه کم او د ښوونکيو معاشونه لوړ کړئ

په تخار ولايت کې يو شمېر ښوونکيو د حکومتي چارواکيو له لوري د معاشونو د نوې طرحې د نه پلي کېدو په غبرګون کې  اعتراض وکړ. معترضان وايي چې حکومت بايد له ۹۱ کوډ او بې‌ځايه او سليقوي امتيازاتو نه کم  او د ښوونکيو معاشونه دې لوړ کړي.

دغو معترضانو نن د پوهنې وزارت له لوري د نوې طرحې نه پلي کېدو په غبرګون کې لاريون وکړ او په يوه پرېکړه ليک کې يې د يادې طرحې د پلي کېدو غوښتنه يې وکړه.