« د ولسي جرګې غړي د ارګ او د ملي امنيت شورا تر شديد فشار لاندې دي»

د ولسي جرګې غړي د ښوونيکو د معاشونو د يو شانولو له کبله د ارګ او د ملي امنيت شورا تر شديد فشار لاندې دي. دغه موضوع ولسي جرګه کې د پروان ولايت د خلکو استازي صدیق‌احمد عثماني په پروان کې د ښوونکيو په يوه راټولېدنه کې مطرح کړه.
عثماني وايي، د حکومت رهبري او د ملي امنيت شورا دې لپاره چې د ولسي جرګې استازي د ښوونکيو د معاشونو د يو شان والي له پرېکړې په شا شي او د ۱۴۰۰مالي کال بوديجه تصويب کړي، فشارونه وارد کړي دي.

دانش: دوحه کې د سولې خبرې په نسبي توګه بن‌بست سره مخ دي

د ولسمشر دويم مرستيال محمد سرور دانش وايي، په دوحه کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې په نسبي توګه بن‌بست سره مخ دي. نوموړي دغه څرګندونې نن د ولسمشر محمد اشرف غني د سلاکار محمد محقق  د زوی محمد باقر محقق په لومړي تلين کې وکړې.

«له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتل د شرايطو پر بنسټ کېږي»

د اروپايي اتحاديې د بهرني سیاست مسوول وايي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل د شرایطو پر بنسټ ترسره کېږي.

د يادې اتحاديې د بهرني سیاست مسوول جوزپ بورل دغه څرګندونې تېره ورځ وروسته له غرمې له ولسمشر محمد اشرف غني سره په ټلفوني اړيکه کې وکړې.