Asset 1SWN

هرات کې د ۴۶ بچیانو پلار: اختر کې مې د ۵۰ زرو افغانیو یوازې جامې او بوټان ورته واخیستل

مردی در هرات ۴۶ فرزند دارد 1

د هرات د رباط‌‌سنګي ولسوالي اوسېدونکی احمداغا چې ۵۲ کلن دی، ۴۶ لوڼې او ځامن لري. هغه سلام‌وطندار ته ویلي چې درې مېرمنې لري او له ټولو لوڼو او ځامنو سره په یوه کور کې ژوند کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړی زیاتوي: «څومره چې ووایئ، له ما سره همکاري کوي، زما عزت او درناوی ورسره دی. موږ ود پلار‌-‌زوی غوندې اړیکه نه لرو، بلکې ملګري یوو. بچیان مې خوښېږي، اوس هم غواړم چې یو بل واده وکړم او څلور مېرمنې مې شي.»

  

احمداغا له خپلو ټولو ځامنو سره په یوه نانوايي کې چې له پلاره ورته پاتې ده، کار کوي او د کورنۍ اړتیاوې له همدې لارې پوره کوي.

هغه ټینګار کوي چې په ځانګړو ورځو او پروګرامونو کې د لوڼو او ځامنو پر جامو ډېرې پیسې ترې لګول کېږي.

احمداغا زیاتوي: «په همدغه اختر کې مې د نږدې ۵۰ زرو افغانیو جامې او بوټان خپلو بچیانو‌-لوڼو او ځامنو ته وپېرل.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د نوموړي په وینا، د ډېرو لوڼو او ځامنو په لرلو سره د کسبه‌کارانو په منځ او رباط‌سنګي ولسوالي کې پېژندل شوی دی.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام