Asset 1SWN

سلام وطندار

د دویم واده غږ؛ یو‌شمېر مېرمنې: نه‌پوهېږو خاوند مو ولې دویم واده وکړ؟

Zanan-9

سلام‌وطندار په هېواد کې له ۱۹ هغو مېرمنو سره چې خاوندانو یې دویم او یا له هغه ډېر ودونه کړي، د مرکو په ترڅ کې موندلې چې دغه مېرمنې له بېلابېلو رواني فشارونو ځورېږي.

د مرکه شویو ۱۹ مېرمنو له ډلې یې ۱۳ د خپل خاوند لومړۍ مېرمنې دي او پاتې شپږ یې په بنه «یا د خاوند دویمې مېرمنې» په توګه واده شوې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د موندنو پر بنسټ ۱۳ مېرمنو د خپلو مرکو په ترڅ کې ویلي چې د بې‌اولادۍ، په ژوند کې د نورو د لاسوهنې او ځینو نورو لاملونو له امله یې خاوندان اړ شوي چې دویم واده وکړي.

پاتې شپږو مېرمنو بیا په ډاګه کړې چې له یوه واده شوي کس سره د مینې او د نوموړي د لومړي واده څخه د ناخبرۍ له کبله یې له هغه سره واده کړی دی.

له سلام‌وطندار سره په مرکو کې دغو مېرمنو ویلي، که څه هم له خپل خاوند سره یې کلونه یوځای تېر کړي، خو په وینا یې، د بې‌اولادۍ له امله یې خاوند دویم واده کړی دی.

د جوزجان اوسېدونکې ۳۰کلنه فرشته چې دا یې مستعار نوم دی، سلام‌وطندار ته ویلي، نهه کاله یې له خپل خاوند سره ګډ ژوند وکړ او په وینا یې، د اولاد نه‌لرلو له امله یې خاوند دویم واده وکړ او هغه یې له خپل کور بهر کړه.

نوموړې وویل: «زه نوره هغوی ته یوه بې‌ګټې ښځه شوې وم، د ښځې په وینا یې زه له کوره ووېستلم او یوه باغ کې یې کور راکړ، اوس دې بڼ کې کار کوم او یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کوم.»

په همدې حال کې ۳۴کلنه زینب چې د بدخشان اوسېدونکې ده، سلام‌وطندار سره مرکه کې ویلي، د واده په لومړیو کې یې ژوند ښه و، خو په وینا یې، نه پوهېږي، څنګه یې خاوند دویم واده ته زړه ښه کړ.؟

هغې وویل: «له واده مې لس کاله تېرېږي. لومړیو کې ښه‌ وو، خو نه پوهېږم چې څنګه یې د دویم واده پرېکړه وکړه او پرته له دې چې ما خبره کړي، دویم واده یې وکړ. له کله چې خبره شوې یم حوصله مې نشته، اولادو ته مې رسېدنه نشم کولای. دومره مې ژړلي چې ساه راکې نه‌ده پاتې.»

۳۸کلنه نسا بیا ۱۳ کاله کېږي چې له یوه واده شوي کس سره یې واده کړی دی. د نوموړې دا اړیکه چې له مینې پیل شوې، وايي، خاوند سره یې ایران کې اشنا شوه او واده یې ورسره وکړ. هغه چې اوس د دوو اولادونو مور ده، وايي، د خاوند له واده ناخبره وه او له خبرېدو وروسته اړ شوه چې ژوند ورسره تېر کړي.

هغې وویل: «مینه مې ورسره وکړه او زه یې له کورنۍ وغوښتم، که څه هم مذهبونه مو جلا و، خو واده مو وکړ او دوه کاله وروسته کله چې افغانستان ته راغلم، راته یې وویل چې مېرمن لري. زه ترې نه‌وم خبره او کله چې خبره شوم، خبره له خبرې تېروه، او زه یې هم مېرمن وم او ورسره راغلم.»

په همدې حال کې فرزانه نایاب چې د خپل خاوند دویمه مېرمن ده، وايي چې خاوند یې د لومړۍ مېرمنې په خوښه واده کړې. هغې وویل: «البته زما خوښه نه‌وه چې واده شوي کس سره واده وکړم. دا مې د کورنۍ خوښه وه او زما نظر نه‌و او بل دا چې زما هېڅ خوښه نه‌وه، خاوند مې د خپلې کورنۍ او زما د رضایت لپاره ډېرې ژمنې وکړې چې له واده وروسته یې له بده‌مرغه یوه هم پر ځای نه‌کړه.»

د دې ترڅنګ ځینې نارینه‌ بیا وايي چې امکانات او شتمني لامل شوې چې څلور ودونه وکړي او تل یې د خپلو مېرمنو ترمنځ عدالت کړی.

حاجي محمدسرور چې ۱۲ زامن او نهه لورګانې لري، سلام‌وطندار ته وویل، نه خپلو زامنو ته توصیه کوي چې دویم واده وکړي او نه یې هم مخه نیسي.

نوموړي وویل: «زه درې مېرمنې لرم چې ژوندۍ دي او یوه یې مړه شوې ده. وه له خپل ژوند خوښ یم. که زامن مې وغواړي چې دویم واده وکړي، نه یې تر شا درېیږم او نه یې هم مخه نیسم چې ولې دویم واده کوئ.»

په ورته مهال ۴۱کلن همایون منصوري چې شپږ اولادونه لري، په دې اند دی، که څوک امکانات ولري او هغه شرایط چې اسلام د دویمې مېرمنې لپاره ټاکلي دی یې برابرولی شي، دویم واده به وکړي.

هغه وویل: «ډېر ښه ژوند لرم او خوښ یم له خپل ژوند څخه، خو که امکانات برابر شي او عدالت وکړای شم د ښځو ترمنځ، وه اسلام هم وايي چې څلور ښځې حق لرئ، د همدې لپاره وايي، که امکانات وي او هغه ټولې اسلامي غوښتنې یې پوره وکولای شم او غاړه مې بنده نه‌شي، بله مېرمن به هم وکړم.»

۳۵کلن شاپور غریب‌مل چې تراوسه یې واده نه‌دی کړی، وايي چې یوه ښه ښځه کولای شي، د یوه کس ژوند ښکلی او د څو ودونو مخنیو وکړي.

نوموړي وویل: «هر هغه کس چې د واده نیت لري، زما له نظره باید ښه خصوصیات ولري چې تر ټولو ښه هغه یې صداقت دی او باید دوه اړخیزه وي. ځینې پیسو ته ګوري، خو زما په اند صداقت باید وي ترمنځ یې او یو کس باید په خپله خوښه واده وکړي. که په خپله خوښه واده وکړي، ژوند یې ښه کېږي او ښه دی ورته. د خپلې مېرمنې په ټاکلو کې باید ښه هڅه وکړي او هغه معیارونه چې دی یې غواړي، باید په‌کې وي، څو د دویم واده پرېکړه ونه‌کړي.»

بل‌خوا د ښځو حقونو فعاله زینب رضايي وايي چې له عذر او کره دلیل پرته دویم واده د ښځو پر وړاندې ښکاره تاوتریخوالی دی.

هغې وویل: «دا لامل کېږي چې کورنۍ کې ځینې ستونزې رامنځته کړي. لومړی تر نظر لاندې وي. د افغانستان د خلکو یوه لویه ستونزه دا ده چې تل د کورنۍ د چوکاټ جوړولو په فکر کې وي، خو د یوې ښځې او کورنۍ اړتیاوې په پام کې نه‌نیسي. وايي، اسلام کې څلور ښځې روا دي، خو باید د یوې ښځې اړتیا ته هم باید رسېدنه وشي.»

ارواپوهان وايي چې ښځو کې پر ځان د باور حس لامل کېږي چې دوی د غوره‌والي احساس وکړي او د دویمې په عاطفي اړیکو کې د بلې ښځې شریکېدل، د ښځو پر ځان باور کمزوری کوي او پر رواني ستونزو اخته کېږي.

ارواپوه ډاکټر ادریس واجد سلام‌وطندار ته وویل: «لومړي ګام کې د کورنۍ د ملګرتیا او یووالي فضا زیانمنېږي. دویم د دواړو ترمنځ د باور حس له‌منځه ځي او درېیم هم ښځو کې د ژوند دوام انګېزه له‌منځه ځي چې دا په خپله د عاطفي تشې رامنځته کېدو او په اوږد مهال کې د ژور خفګان او عصبي اختلالاتو لامل کېږي.»

ټولن‌پوهان بیا پر دې باور دي چې د یوه منظم پلان او دلیل پرته څو ودونه لرل، د اولادونو د روزنې او د کورنۍ اقتصادي وضعیت له اړخه ټولنې ته زیان رسوي.

ټولن‌پوه احمدراشد صدیقي وویل: «څو ودونه د ډېرو اولادونو لامل کېږي، که دا اولادونه په سمه توګه روزنه ونه‌ویني او په سمه توګه زده‌کړې ونه‌کړي، کولای شي ټولنې ته ستونزې رامنځته کړي او ټولنه بې‌لارې کړي. له اقتصادي اړخه هم ډېرې ستونزې زېږولی شي.»

دیني عالم بیا له یوه په ډېرو ودونو کې پر عدالت د ټينګار ترڅنګ وايي چې کس د خپلې لومړۍ مېرمنې د خوښې او د ښځو ترمنځ د عدالت رامنځته کولو سره کولای شي، تر څلورو ودونه وکړي.

د دوی په وینا، له اسلام وړاندې هم یوه کس څو ښځې کولای شوای، خو اسلام ورته شرایط وړاندې کړې دي.

دیني عالم عطالله انس وویل: «که موږ نشو کولای، عدالت ټينګ کړو، پر یوې مېرمنې باید قناعت وکړو. هغه شرایط چې اسلام له یوې د ډېرو ښځو کولو لپاره وړاندې کړي، اسانه نه دي، د بېلګې په توګه دواړو مېرمنو ته بېل کور، جلا ژوند، اړتیاوو ته یې رسېدنه، پوښاک، خواړه، هر څه باید مستقل وي.»

یوه بل دیني عالم قطب‌الدین مجتهد هم په دې اړه سلام‌وطندار ته وویل: «اعوذ بالله من الشیطان الرحیم بسم الله الرحمن الرحمن .. وَإِنۡ خِفۡتُمۡ أَلَّا تُقۡسِطُواْ فِي ٱلۡيَتَٰمَىٰ فَٱنكِحُواْ مَا طَابَ لَكُم مِّنَ ٱلنِّسَآءِ مَثۡنَىٰ وَثُلَٰثَ وَرُبَٰعَۖ فَإِنۡ خِفۡتُمۡ أَلَّا تَعۡدِلُواْ فَوَٰحِدَةً أَوۡ مَا مَلَكَتۡ أَيۡمَٰنُكُمۡۚ ذَٰلِكَ أَدۡنَىٰٓ أَلَّا تَعُولُواْ … د دې ایت په اړه چې د قران‌کریم په نسا سوره کې راغلی، د اسلام له نظره هغه شرایط چې وړاندې شوي: «که تاسې وېرېږئ چې د یتیمو نجونو په اړه عدالت رعایتولی شئ، نو تاسو نورې ښځې هم په نکاه کړی، یوه، دوه، درې او څلور ښځې.»

خو حقوق‌پوه نوراقا شعیب وايي چې د افغانستان نافذه قوانینو پر بنسټ، نارینه‌ د دویم واده کولو لپاره د خپلې مخکینۍ ښځې اجازې ته اړتیا نه‌لري او یوازې اړتیا ده چې مالي وضعیت یې ښه وي.

نوموړي وویل: «نو د یادو ټولو شرایطو د مراعتولو په صورت کې سړی کولای چې دویم، درېیم او څلورم واده وکړي او له دې پرته دا حالت مشروط اصولو ته ګرځي او اجازې ته اړتیا نشته.

په ورته مهال د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت ویاند عاکف مهاجر سلام‌وطندار ته وویل، که د کورنۍ جوړښت د فقهي اصولو او حنفي مذهب پر بنسټ وي او نارینه وکولای شي، عدالت رامنځته کړي، کولای شي، دویم واده وکړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هغه وویل: «ډېری علما پر دې باور دي چې ډېر ودونه مستحب دي. که یو کس له خپلې یوې مېرمنې سره نشي کولای چې خپلې اړتیاوې پوره کړي، خو په عمومي حالاتو کې څو ودونه مباح امر دی او نفي‌کوونکي عام قول دی چې بیانوي، څو ودونه کول سنت دي.»

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام