Asset 1SWN

له ۳۰ ښځو سره د سلام‌وطندار د مرکو موندنې؛ ۱۹ یې ویلي چې مهر یې نه‌دی ورکړل شوی

afghan-women-12-qf20xpv14fe4ucho0siu5cdynftp40rlns97w00waw

سلام‌وطندار په کابل او ولایتونو کې له ۳۰ ښځو سره د مهر حق ترلاسه کولو یا نه ترلاسه کولو په اړه مرکې کړي او ۱۹ هغو یې ویلي چې مهر یې نه‌دی ورته رسېدلی، خو ۱۱ نورو بیا اخیستی دی. په دې ډله کې اته هغو یې د خاوند په خوښه او درې نورو له ډېرې سختۍ وروسته خپل دغه حق ترلاسه کړی دی.

مهر د شرعي نکاح یو شرط دی چې پیسې یا هم جنس د نکاح تړلو پر مهال د خاوند له لوري مېرمنې ته سپارل کېږي یا یې هم ژمنه ورسره کوي، خو په افغانستان کې د دودونو او خلکو د وضعیت ټولنیز او اقتصادي وضعیت له کبله ډېری ښځې له دغه حق څخه محرومې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د ۱۹ ښځو له ډلې چې مهر یې ورته نه‌دی رسېدلی، ۱۰ یې د مهر حق په اړه معلومات نه لري او نهه نورو یې د خاوند د بې‌غورۍ، مالي ستونزو او په ټولنه کې د شته دودونو له کبله خپل حق ته نه‌دي رسېدلي.

ځینې دا ښځې وايي چې مهر یې شرعي حق دی، خو دا چې خاوند یې د دغه حق په اړه معلومات نه لري او ترې د غوښتلو په اړه دوی ته خبرداری ورکوي، دوی ته نه رسېږي.

د کابل اوسېدونکې هنګامه چې د ا.ا له واکمنېدو وروسته یې خپل خاوند هم له لاسه ورکړی وايي، کله یې چې خاوند ژوندی و، په نه درناوي سره به یې د مهر حق له غوښتلو څخه منعه کوله او اوس یې کورنۍ هم د دې دغه حق نه ورکوي.

هغه زیاتوي: «ما ته چا د مهر حق نه و ټاکلی او همدا لامل و چې ژوند مې ډېر خراب و؛ کومه خبره به چې راغله، ویل به یې له کوره ووځه؛ روښانه وه چې د مهر نه ټاکلو له کبله یې داسې راته ویل. بیا مې خاوند د امارت په دوره کې ووژل شو، هېڅوک راسره نه و. لېورونو مې په ټولنیزو رسنیو کې بلاک کړې وم، ان د کور وسایل مې ترې وغوښتل، را یې نه کړل او خبرداری یې راکړ چې وړاندې را نه‌شې، که‌نه ښه به درته تمامه نه‌شي.»

د کابل یوه بله اوسېدونکې نظیفه وايي: «ما په ایران کې واده وکړ او خپل مې مهر وټاکه. که افغانستان کې د مهر حق واخلم، وايي ځه طلاق یې او همدا لامل دی چې اخیستی مې نه‌دی. مهر هغه مهال ورکول کېږي چې ښځه طلاق اخلي.»

یوشمېر ښځې چې مهر یې نه‌دی ترلاسه کړی او خاوندانو یې هم د ناروغۍ یا جګړو له کبله ژوند له لاسه ورکړی وايي، د خاوند کورنۍ یې هم د مهر حق نه ورکوي.

د کابل اوسېدونکې کوچۍ وايي: «خاوند مې کورونا مړ کړ؛ موږ ته به یې ویل چې که طلاق مو اخیستی، حق مو درکاوه چې ما ونه غوښتل؛ ځکه بنې مې په کور کې یاده کړه چې د مهر حق مې راکړئ، خواښې مې ورته وویل، کله دې چې خاوند ژوندی و، نه‌دې اخیست، اوس یې غواړې؛ ځکه وايي، هر وخت دې چې طلاق اخیستی، بیا د مهر حق ورکول کېږي. که د مهر حق مو واخیست، محکمې ته مو بیایم؛ هېڅ ځای نه یوو تللي؛ یوازې د یادولو لپاره یې داسې کړه. که دولتي ادارو ته ولاړې شوو، څه به کوي.»

د جوزجان اوسېدونکې زلیخا وايي: «خاوند مې په جګړو کې ووژل شو؛ اته کاله کېږي چې نشته، بې‌سرپسته شوې یم. کله چې تللی، درپه‌دره شوم، ما مهر نه‌دی اخیستی؛ یوه ظالمه خواښې مې وه، ما ته د مهر راکولو پر سر یې لانجه وکړه. زما مهر ځمکه وه، خواښې مې را نه‌کړه؛ ته کله ثبوت لرې، حق نه لرې، ډېرې بدې ورځې مې تېرې کړې.»

یوشمېر ښځو بیا د مهر حق په اړه د نه پوهاوي له کبله نه‌دی اخیستی. دوی باور لري، مهر یې هماغه پیسې دي چې د خاوند کورنۍ له لوري له واده مخکې د نجلۍ کورنۍ ته د ولور په توګه ورکول کېږي.

د تخار اوسېدونکې طیبه وايي: «زموږ سیمه کې ځینې ورته قلین وايي؛ ځینې یې د نجلۍ مهر بولي؛ ځینې دوه لکه، درې لکه، څلور لکه ورکوي؛ خو زموږ وخت کې یې بیه یو لک وه. زما ۶۰ زره وې؛ ځکه پلار او مور مې نه وو، ورور مې واخیستې، دود نه‌ده چې نجلۍ یې واخلي.»

د بلخ اوسېدونکې فریبا هم وايي: «نه پوهېږم چې د مهر حق څه دی. لومړی ځل دی چې اورم یې. ولور له پیله و، په شمال کې ورته قلین وايي. موږ د مزار خوا یوو، دوه لکه، درې لکه قلین ږدي.»

په همدې حال کې یوشمېر ښځو چې له واده وروسته خپل مهر اخیستی وايي، په ډېرو ستونزو سره یې دغه حق ترلاسه کړی دی. د کابل اوسېدونکې لیلما وايي، د مهر حق ترلاسه کولو موضوع یې له حکومتي ادارو سره شریکه کړه، بیا یې ترلاسه کړ.

د جوزجان اوسېدونکې مریم چې خاوند یې څلور کاله مخکې د سرطان ناروغي له کبله ژوند له لاسه ورکړی، وايي: «نږدې اته کاله مې د واده تېر شوي. خاوند مې پر سرطان اخته و، مړ شوی. څلور کاله یې د مړینې کېږي. که څه هم پر مهر یې ډېر باور نه درلود او ویل یې چې ویې بښم، خو زما اړتیاوو ته په کتو له هغه وروسته چې د کوڅې ملا سپارښتنه وکړه، را یې کړ.»

یوشمېر ښځې چې په دغه راپور کې ورسره مرکې شوي وايي، دا چې په ګډ ژوند خوشحاله دي، د مهر حق یې خپلو خاوندانو ته بښلی دی.

د کابل اوسېدونکې بي‌بي شېرین وايي: «که ښځه د خاوند کور کې ارامه نه وي او ستونزې ولري، ښه ده چې ترلاسه یې کړي. که یې نه لرلې، نه دې اخلي، ما ورته وباښه؛ ځکه زه هېڅ اړتیا نه لرم، خپله سوداګري کوم، هېڅ اړتیا نه لرم.»

د کابل یوه بله اوسېدونکې یاسمین هم وايي: «ما نږدې لس کاله مخکې واده وکړ. د مهر حق مې پنځه لکه و او دا چې خاوند مې ښه سړی او کاریګر دی، ما او بچیانو ته مې رسېږي؛ ځکه مې ورته وباښه.»

بله‌خوا یوشمېر نورې ښځې بیا وايي چې خاوندانو یې له کومې ستونزې پرته او په خپله خوښه د مهر حق ورکړی دی.

د کابل اوسېدونکې دیبا وايي: «اخیستی مې دی، خاوند مې یو پوه سړی دی. نږدې لس لکه و، د هر چا دودونو ته په کتو فرق کوي او هېڅ ولور مې نه درلود. لس لکه مهر مې و، هو ترلاسه مې کړ. کورنۍ مې روښنفکر ده.»

د کابل بله اوسېدونکې سلیمه وايي: «ما خپله د مهر حق ټاکلی و او له نېکه مرغه ترلاسه مې کړ؛ ځکه د ښځو تر ټولو حلال حق دی. مهر مې شاوخوا درې لکه افغانۍ و. کله مې چې خسر او خواښې مړه شول، کور یې وپلورل شو او کومې پیسې مې چې خاوند ته ورسېدې، زما د مهر حق یې راکړ او ویې ویل، هر څه چې اخلې وایې خله، زه کار نه لرم.»

په همدې حال کې مدافع وکیلان وايي، ښځې د نکاح په تړلو سره د مهر مستحقې کېږي او نارینه یې باید ورکړي.

د حقوقي چارو شنونکې بنفشه وايي: «د مدني قانون د ۹۸یمې مادې د حکم پر بنسټ، کله چې یوه ښځه واده کوي، د خپل مهر حق غوښتی شي او تر هغه چې د نکاح پر مهال د مهر حق مشخص شوی نه وي، مېرمن یې کولای شي خپل مهر وغواړي او ورکول یې حتمي دي. کله چې یوه جوړه سره جلا کېږي یا یې خاوند مړ شي، محکمه یو مشخص وخت ټاکي، څو د ښځې مهر ورکړل شي.»

د ښځو حقونو فعالان هم باور لري چې مهر د ښځې د راتلونکې تضمینوونکی دی، خو په افغانستان کې د ښځو دغه حق ته هېڅ پام نه کېږي.

د ښځو حقونو فعاله وږمه یعقوبي وايي: «د ښځو یو مهم حق همدا د مهر حق دی او کله ې نکاح کوي، همدا د مهر حق یې وي. مهر کېدای شي پیسې وي، ځمکه یا طلا وي؛ ځکه شرایطو ته په کتو، ښځې کولای شي ترلاسه یې کړي او د ښځې مهر د هغې د راتلونکې تضمین دی. دا د ښځې په لاس کې ده چې خپل مهر اخلي که یې وربښي.»

دیني عالمان هم د قرآنکریم د ایتونو په تحلیل سره وايي چې مهر د ښځو دیني او شرعي حق دی او دا ډالۍ د ښځو ځای او موقف ته د درناوي په موخه ورکول کېږي او هر نارینه باید د واده دا سپېڅلې ډالۍ ورکړي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

دیني عالم رحیم‌الله کشاف وايي: «مهر په اسلام کې فرض دی او پر خاوند واجب دی چې ور یې کړي. خدای ج په قرآنکریم کې وايي چې تاسې د خپلو مېرمنو مهر په خوښۍ ورکړئ، مهر د ښځې بیه نه‌ده. دا یوه ډالۍ ده؛ ښځې ته وايي، دا مه هېروئ چې پر نارینه‌وو یو دین دی او کله یې چې مېرمن وبښي، کومخه خبره نشته او باید ور یې کړي چې د ښځې پوروړی پاتې نه‌شي.»

د سرپرست حکومت د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت ویاند عبدالغفار فاروق هم وايي چې د دغه وزارت مسوولانو په ټول هېواد کې د ښځې د مهر حق ورکولو په اړه سپارښتنې کړې دي.

د مهر او میراث په ګډون، خپلو حقونو په اړه د ښځو نه پوهاوی او د نارینه‌وو له لوري ورته پام نه کېدل هغه لاملونه دي چې په افغانستان کې ښځې خپلو بنسټیزو او شرعي حقونو ته لاسرسی ونه لري.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام