پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې په کابل کې د دغه هېواد څلور زده‌کړیالان له لوی اختر راپدېخوا لادرکه شوي دي.

د پاکستان جیو نیوز خبري رسنۍ پرون په یوه راپور کې ویلي چې یادو زده‌کړیالانو د کابل په دوو بېلابېلو پوهنتونونو کې نوملیکنه کړې وه او د اختر له لومړۍ ورځې راپدېخوا ورک دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د رسنیو د راپورونو پربنسټ، پاکستاني چارواکو د دغه څلور زده‌کړیالانو د موندنې لپاره له اسلامي امارت سره اړیکه نیولې ده.

پاکستاني چارواکو د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ته د لادرکه زده‌کړیالانو په تړاو خپله اندېښنه شریکه کړې او له دغه وزارت څخه یې غوښتنه کړې چې د لا درکه پاکستاني زده‌کړیالانو له سلامتي ډاډ ورکړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اسلامي امارت چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. دا لومړی ځل دی چې کابل کې پاکستاني زده‌کړیالان لادرکه کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام