د عدلیې وزارت مسوولانو نن «ملت ته د دولت حساب‌ورکونې» پروګرام په دوام خپل یو کلن کاري راپور له رسنیو سره شریک کړ. د عدلیې وزارت مرستیال عبدالکریم حیدر په دې غونډه کې وویل چې دوی افغانستان کې د سیاسي ګوندونو فعالیت ته اړتیا نه ویني.

د نوموړي په باور، افغانستان کې سیاسي ګوندونه «پر بېلابېلو سیمو او ژبو د افغانستان د وېشلو په مانا» دي.

په همدې حال کې د جنبش ګوند ویاند احسان نیرو سلام‌وطندار ته ویلي چې اسلامي امارت تراوسه په رسمیت نه دی پېژندل شوی او «د اساسي قانون پر بنسټ، نه‌شي کولای چې افغانستان کې سیاسي ګوندونه لرې کړي.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د هغه په خبره، یادې څرګندونې به د سیاسي ګوندونو پر فعالیت اغېز ونه کړي او دوی به خپل فعالیت ته دوام ورکوي.

بله‌خوا د جمهوریت غوښتونکو ملي ګوند ویاند شاه‌محمود میاخېل سلام‌وطندار ته ویلي چې «اسلامي امارت نه یوازې د سیاسي ګوندونو مخالف دی، بلکې افغانستان کې د نورو ډېرو ارزښتونو خلاف هم دی.»

نوموړی ټینګار کوي چې اسلامي امارت باید د خپلې بقا لپاره له تېرو تجربو درس واخلي.

اسلامي امارت تر دې مخکې په عدلیې وزارت کې د سیاسي ګوندونو د انسجام ریاست منحل او ټول کارکوونکي یې هم له دندو ګوښه کړي وو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام