واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته د لومړي ځل لپاره د هېواد د ۳۴ ولایتونو د مدني ټولنو استازو د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د خلکو د ستونزو د مشخصولو او راټولولو لپاره غونډه جوړه کړه. هغوی وایي، په دغه دوه ورځنۍ غونډه کې به د ولایتونو په کچه د خلکو ستونزې په نښه او د دې ستونزو د حل لپاره به حکومتي چارواکو سره خبرې وشي.

د هغوی په وینا، مدني ټولنې د ولس، حکومت او نړیوالې ټولنې ترمنځ د پُل حیثیت لري، نو باید ورته جدي پام او ورڅخه ملاتړ وشي. دوی وايي، په اوسنیو شرایطو کې چې ولس فقر، بېوزلۍ او نورو ستونزو سره مخ دی، اړتیا ده چې مدني ټولنه د هغوی غږ حکومت او نړۍ ته ورسوي.

د خلکو غږ د رهبرۍ کمیټې غړي بریالي عمرزي وویل: « هغه کنفرانس چې نن په لندن کې جوړېږي، په ترڅ کې به یې نړیواله ټولنه مونږ او تاسې سره ۴.۴ میلیارډه ډالره مرسته وکړي. دا خبرې هم شوي دي چې دغه پیسې به نن تایید او د مدني ټولنې له خوا لګول کېږي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د مدني ټولنې بل غړی محمد رسول تڼی وایي، د دې غونډې یوه موخه هم دا ده چې د بېلا بېلو ولایتونو مدني فعالان یو بل سره له نږدې وویني او په خپلو ګډو بریاوو، ستونزو، ویاړونو او مشترکاتو خبر شي.

په همدې حال کې مدني فعالان په دې وروستیو کې د مدني فعالیتونو په راټیټېدو اندېښنه ښيي. د بدخشان د مدني ټولنې استازی کامګار یوسفي وایي: « ستونزې ډېرې دي، ښځې او نجونې نشي کولی چې له کور څخه بهر په ازاده توګه وګرځي. بندیزونه پرې لګېدلي دي، له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلې دي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د راپورونو له مخې،  عدلیې وزارت سره شاوخوا ۶ زره مدني بنسټونه ثبت دي چې دغه بنسټونه د تېر نظام پرمهال د پام وړ فعالیتونه درلود، خو د اسلامي امارت له واکمنېد وروسته، ځینو ولایتونو کې د مدني ټولنو فعالیتږمخ په ټپه درېدلي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام