د لوګر ولایتي روغتون کې د بسترونو کموالي ناروغانو له ستونزو سره مخامخ کړي

د لوګر په ولایتي روغتون کې یو ناروغ عصمت‌الله وايي، په دغه روغتون کې د ځای کموالي له کبله په هره کوټه کې چې د یوه کس لپاره ده، څلور کسان بستر دي. د نوموړي په وینا، خلک اقتصادي ستونزې لري او خصوصي روغتون ته د درملنې لپاره نه‌شي ورتللی.

د تخار اوسېدونکي: په ولایتي روغتون کې درمل کم او ډاکټران پاملرنه نه کوي

د تخار په ولایتي روغتون کې د درملو نشتوالي ناروغان او د هغوی پایوازان له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي دي. د تخار په ولایتي روغتون کې یوشمېر ناروغ‌لرونکي د درملو د کمښت او د ډاکټرانو د نه پاملرنې په اړه شکایت کوي او وايي، سره له دې چې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي، خو بیا هم اړ دي چې د ناروغانو لپاره په بهر کې درمل واخلي.

د غور ولایتي روغتون کې د بستر، درملو او د روغتیایي امکاناتو د کمښت په اړه د خلکو شکایت

 یو شمېر ناروغ‌لرونکي چې خپل ناروغان یې د غور مرکزي روغتون ته د درملنې لپاره بیولي او اوونۍ کېږي چې د خپلو ناروغانو روغتیایي حالت ښه کېدو ته په تمه دي، د دغه ولایت روغتون کې د بستر، درملو او روغتیايي امکاناتو کمښت څخه شکایت کوي.