بدخشانۍ مېرمنې د دغه ولایت د ښځو چارو ریاست له فعالیتونو څخه شکایت کوي
په بدخشان کې یوشمېر مېرمنې ادعا کوي چې د دغه ولایت د ښځو چارو ریاست فعالیتونه یوازې مرکزي سیمو پورې محدود دي او لرې پرتو سیمو کې د ښځو وضعیت د ښهوالي لپاره یې بنسټیز کار نه دی کړی.