Asset 1SWN

کندوز کې د کرنیزو محصولاتو نندارتون جوړ شو

IMG-20230921-WA0015-qcqqoh2mmjfxjncyptotafjh6arg8ke0o10nspnhxk

کندوز کې د «راه‌ نوین» په نوم ټولنیزې موسسې په همکاري او د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ د کرنیزو محصولاتو نندارتون جوړ شو.

په دغه نندارتون کې چې پرون د (وږي په ۳۰مه، د پنجشنبې ورځ) جوړ شوی، ګډونوالو په‌کې د خپلو کرنیزو محصولاتو تر څنګ، لبنیات هم نندارې ته ايښي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کندوز د کرنې رییس امان‌الله حسن وايي چې یاد نندارتون د دغه ولایت د کروندګرو او مال‌لرونکو د ملاتړ په موخه جوړ شوی دی. هغه زیاتوي: «نن دلته د کروندګرو او مال‌لرونکو محصولات پلورل کېږي. دا ډېر ګټور دی چې د کرنې برخه کې خلک هڅول کوي.»

د دغه نندارتون یوشمېر ګډونوال هم د دغه نندارتون د جوړېدو هرکلی کوي او وايي چې د کرنیزو توکو لپاره د بازارموندنې برخه کې ورته ګټور تمامېږي. دوی زیاتوي چې د خپل کاروبار پیاوړتیا او پرمختګ لپاره لا ډېر ملاتړ ته اړتیا لري.

د کندوز اوسېدونکې ملکه وايي چې د دغه ولایت د امام‌صیب ولسوالي له «دورمن» کلي نه په دغه نندارتون کې د ګډون لپاره راغلې ده. د هغې په وینا، دا لومړی ځل دی چې خپل کرنیز محصولات یې په یوه نندارتون کې نندارې ته ايښي دي. ملکه وايي: «زموږ محصولات لبنیات، سبزي او روب دی چې موږ یې په کور کې جوړوو. همدارنګه، لاسي صنایع لرو چې نندارې ته مو ايښي دي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بله‌خوا د دغه نندارتون یوشمېر لیدونکي وايي، دا د کرنیزو محصولاتو لومړنی نندارتون دی چې په کندوز کې جوړ شوی دی. دوی زیاتوي چې د وطني تولیداتو د ودې لپاره د ورته نندارتونونو جوړېدل ګټور دي. شفیق‌الله چې دغه نندارتون ته ورغلی، وايي: «د وطن محصولات او تولیدات دي. دلته راغلی یم چې د دغو محصولاتو یو څه وپېرم.»

د یادونې ده چې په روان کال کې د کندوز کروندګرو د طبیعي افتونو له کبله په بېلابېلو برخو کې سخت زیانونه لیدلي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام