د ښار جوړونې او ځمکو وزیر محمود کرزي نن په کابل کې د دغه وزارت او الغرافه خیریه موسسې ترمنځ د هوکړه‌لیک د لاسلیک مراسمو کې وویل چې د استوګنیز ښارګوټي جوړول اړمنو ته د کور برابرولو لپاره مهم ګام دی.

د کرزي په خبره، د قطر ښارګوټي د جوړولو او ابادولو کار له ۲۰۱۹ کال راهیسې د څه باندې ۱۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د الغرافه خیریه موسسې له لوري پیل شوی دی.

د ښار جوړونې او ځمکو وزارت مرستیال عزیزاحمد ګلستاني وویل، د قطر استوګنیز ښارګوټي د جوړولو او ابادولو کار به پر ۳۲ جریبه ځمکې چې اته ۱۲ پوړیزه بلاکونه او ۷۶۸ اپارتمانونه لري، په ۲۰۲۱ کال کې پای ته ورسېږي.

نوموړی وايي، د یاد ښارګوټي لګښت د الغرافه خیریه موسسې له لوري ورکول کېږي او د کابینې له مصوبې وروسته به پر اړمنو ووېشل شي.

په همدې حال کې د اقتصاد وزېرې کریمې حامد فاریابي دغې غونډې ته وویل چې د استوګنیزو اپارتمانونو په جوړولو سره به نه یوازې هېوادوالو ته د اوسېدو د ځای امکانات، بلکې د کار موکې به هم ورته برابره شي.

د ښار جوړونې او ځمکو وزارت د شمېرو له مخې، افغانستان په کال کې له ۴۱ نه تر ۴۵ زره استوګنیزو واحدونو ته اړتیا لري.

 

کلیدواژه‌ها: // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام