پاکستان د سلسلې علي‌خېل د تښتونې په اړه افغان پلاوي ته معلومات نه دي ورکړي

د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په اسلام‌اباد کې د افغان سفیر د لور سلسلې علي‌خېل د تښتولو په اړه د پاکستان له لوري د همکارۍ پر نه کولو نیوکه کوي او وايي چې پاکستان په دې برخه کې افغان پلاوي ته اړوند معلومات نه دي ورکړي.

د پاکستاني چارواکو د څرګندونو پر وړاندې د بهرنیو چارو وزارت غبرګون

د بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر نن له خپل پاکستاني سیال شاه‌محمود قریشي سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي چې د یاد هېواد د کورنیو چارو د وزیر څرګندونې دوه‌اړخیزو اړیکو او د څېړنو اعتبار ته سخت زیان رسوي.
نوموړي په اسلام‌اباد کې د افغان سفیر د لور قضیې په تړاو د پاکستاني چارواکو څرګندونې نامسلکي او له وخته مخکې بللې دي.