لويې څارنوالۍ په تېرو دوه مياشتو کې د ۲۲۴ اداري فساد دوسيو څېړنه کړې

د لویې څارنوالۍ مسوولان وايي، یوازې د روان لمریز کال په قوس او جدي مياشتو کې يې د اداري فساد  ۲۲۴ دوسيې څېړلي چې په دې دوسيو کې ۵۰۰ کسان تورن دي. د دوی په وينا، د يادو قضيو په تړاو ۵۰۰ تورن کسان محکمې هم ته معرفي شوي دي.

 د عامې روغتيا وزارت ۳ کارکوونکي د بډو اخيستو په تور په بند محکوم شول

د عامې روغتیا وزارت ۳ کارکوونکي د ۸۰ زره ډالرو بډو اخیستو په تور په بند محکوم شول. لويې څارنوالۍ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، په یاو ۳ کسانو کې د مرکزي سټاک امریت سرپرست غلام سخي نظر او د مرکزي سټاک د راپورونو د رسید مدیر غلام مصطفی پر پنځو پنځو کلونو او د فني امریت معتمد احمد فواد پر ۳ کالو تنفیذي بند محکوم شوي دي.

عامې روغتيا وزارت کې څلور کسان د بډو غوښتو په تور نيول شوي

لويه څارنوالي تاييدوي چې عامې روغتيا وزارت کې څلور کارکوونکي د دغه وزارت له نور کارکوونکيو د بډو غوښتو په تور نيول شوي دي او اوس مهال په توقیف کې دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي رسنيو ته په لېږل شوي یوه ويډیويي پيغام کې  د يادو کسانو په اړه جزيات نه دي ورکړي؛ خو وايي، د دغو کسانو دوسيه تر څېړنې لاندې ده.