د کاپیسا په تګاب ولسوالي کې یوه باوري امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې یاد شي وايي، طالبانو له دوو ورځو راهیسې په یاده ولسوالي کې پر یوشمېر امنیتي پوستو ډله‌ييز بریدونه کړي او ۱۵ هغه یې نیولې دي. د سرچینې په وینا، اوس هم د تګاب ولسوالي په نوروزخېل سیمه کې د افغان ځواکونو او طالب ډلې ترمنځ جګړه روانه ده.

په همدې حال کې د کاپیسا د ولایتي شورا رییس محمدحسین سنجني سلام‌وطندار ته ویلي چې د امنیتي ځواکونو نږدې ۱۰ پوستې په سیمه کې د باغونو موجودیت له کبله نورو ځایونو ته لېږدول شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هغه په وینا، امنیتي ځواکونو دغه کار د مرګ‌ژوبلې مخنیوي په موخه کړی او اوس په مناسبو ځایونو کې ځای پرځای شوي او کولای شي وضعیت کنټرول کړي.

د کاپیسا د امنیې قومانداني د رسنیو برخې مسوول عبدالشایق شورش که څه هم په تګاب ولسوالي کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړې پیل مني، خو په وینا یې، تر اوسه یې کومه پوسته له لاسه نه ده وتلې او د دغې قومانداني د امنیت آمر هم په یاده ولسوالي کې د خپلو سرتېرو ترڅنګ، د طالبانو پر وړاندې پر مخامخ جګړې بوخت دی.



طالب ډلې بیا په تګاب ولسوالي کې له ۳۰ ډېرو امنیتي پوستو د نیول کېدو ادعا کوي. د دې ډلې ویاند ذبېح‌الله مجاهد پر ټویټر لیکلي چې وسله‌والو یې په تګاب ولسوالي کې ۳۲ پوستې نیولي او امنیتي ځواکونو ته د مرګ‌ژوبلې اوښتې تر څنګ یې، ځینې وسلې او مهمات هم لاس ته ورغلي دي.

بله‌خوا د میدان وردګ ولایت په چک ولسوالي کې هم پنځه پوستې له جګړې پرته د طالبانو لاس ته ورغلې دي. د میدان وردګ د چک ولسوالي اوسېدونکي وايي چې د ملي اردو سرتېرو بېګاه په دې ولسوالي کې پنځه پوستې له جګړې پرته خوشې کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو برخه پر ټویټر هم وڅارئ

د دوی په وینا، افغان ځواکونه بېګاه د هلي‌کوپټرو په وسیله له یادې سیمې را اېستل شوي او ټول نقلیه وسایط یې طالبانو ته په لاس ورغلي دي. په میدان وردګ کې یوې امنیتي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، هم سلام‌وطندار ته د دې پېښې د تایید ترڅنګ ویلي، د ملي اردو سرتېرو له یادو پوستو څخه تاکتیکي شاتګ کړی دی.

سرچینه زیاتوي، افغان هوايي ځواک نن سهار وختي پر یادو پوستو برید کړی چې د یوه هاموې ټانګ د له منځه تلو ترڅنګ، د درېوو ملکیانو په ګډون، پنځه کسان وژل شوي دي. طالب ډلې بیا ادعا کړې چې بېګاه یې د میدان وردګ په چک ولسوالي کې پنځه پوستې نیولي او ټول تجهیزات یې هم لاس ته ورغلي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام