د امریکا د مرستو دوام له امنیتي ځواکونو د سیاسي اجماع ملاتړ پورې تړلی

د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله نن په کابل کې د یوې خبري غونډې په ترڅ کې له رسنیو سره امریکا ته د خپل سفر په تړاو جزییات شریک کړل. عبدالله وايي، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پوځي حضور په پای ته رسېدو سره د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکاریو نوی فصل پرانیستل کېږي.

د ولسي پاڅونوالو د اختلافاتو له امله طالبانو د تخار رستاق ولسوالي نیولې

په تخار ولایت کې یوې سرچینې ویلي چې د دغه ولایت په رستاق ولسوالي کې د ولسي پاڅونوالو د قومندانانو د اختلافاتو له کبله دغه ولسوالي د طالبانو لاس ته لوېدلې ده.  سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلام‌وطندار ته وویل چې د تخار ولایت په رستاق ولسوالي کې د پام وړ ځواکونه ځای پر ځای شوي وو او دغه ځواکونه له هیڅ ډول ستونزې او د وسله‌والو طالبانو له ګواښ سره  نه وو مخ.

په تېرو دوو اوونیو کې جګړو په کور دننه ۶۰۰۰ کورنۍ بې‌ځایه کړي

 هېواد کې د جګړو او ناامنیو سربېره د وسله‌والو طالبانو له لوري د یو‌شمېر ولسوالیو نیول ګڼ‌‌شمېر افغانان اړ کړي چې خپلې مېنې پرېږدي او نورو امنو سیمو ته کډه شي. د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولانو سلام‌وطندار ته ویلي چې د یوې میاشتې په ترڅ کې د جګړو له امله ۶۰۰۰ کورنۍ له خپلو سیمو بې‌ځایه شوي او د هېواد نورو ولایتونو او امنیو سیمو ته کډه شوي دي.

د ولسي پاڅونوالو پر مدیریت د ولسي جرګې ټینګار

هېواد کې د جګړې سختېدو او د طالبانو له لوري د ځینو ولسوالیو له نیول کېدو سره سم، د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکي د ولسوالیو بېرته نیولو او د طالب وسله‌والو ماتولو په موخه را پورته شوي او له خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو سره اوږه په اوږه مبارزه کوي.

کابل اسلام‌اباد ته: له کډوالو د فشار په توګه ګټه مه اخلئ

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د افغان کډوالو په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی او له دغه هېواد څخه یې غوښتنه کړې چې له کډوالو څخه دې د افغانستان پر وړاندې د فشار د وسیلې په توګه ګټه نه اخلي.