سپین‌غر پړانګان لوبډله د شپږیزې کرېکټ لیګ په پایلوبه کې بُست ساتونکي لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د روان۲۰۲۲ کال شپږیزې کرېکټ لیګ اتلولي خپله کړه.

په دغه لوبه کې لومړی سپن‌غر پړانګانو لوبډلې توپوهنه وکړه او په ټاکل شویو شلو اورونو کې یې د څلور لوبغاړو په سوځېدو بُست ساتونکي لوبډلې ته د ۱۸۹ منډو هدف ورکړ.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ځواب کې که څه هم د بُست ساتونکي لوبډلې د توپوهنې پیل ښه نه و، خو وروسته بیا لوبډلمشر حشمت‌الله شاهدي لوبه کنټرول کړه چې د نوموړي ۹۰ منډو هم بُست ساتونکي بریا ته ونه‌رسول او د ۶ منډو په توپیر یې ماته وخوړله.

بُست ساتونکو په دغه لوبه کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۲ منډې جوړې کړې چې د ۶ منډو په توپیر یې ماته ومنله.

بُست ساتونکي لوبډلې په روان شپږیزه کرېکټ لیګ کې هېڅ‌ ماته نه وه خوړلې او خپلې ټولې لوبې یې ګټلې، خو په پایلوبه کې یې له سپین‌غر پړانګانو ماته ومنله.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې وړاندې په لومړۍ نیمه پایلوبه کې بُست ساتونکي لوبډلې سپین‌غر ته ماته ورکړې وه.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام