کندهار کې نجونې زده‌کوونکې وایي، د زده‌کړو اجازه دې ورکړل شي او نور باید د نجونو پر وړاندې د ښوونځيو دروازې بندې پاتې نه شي.

دوی د اسلامي امارت له‌خوا له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو تړل پاتې‌کېدل د اندېښنې وړ بولي او وايي، نجونې د تعلیم حق لري او اړتیا ده چې زده‌کړې وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

کندهار کې نجونې زده‌کوونکې له نړیوالې ټولنې غواړي چې د ښځو د تعلیم په برخه کې د دوی ملاتړ ته دوام ورکړي، څو د ښوونې بهیر یو ځل بیا پیل شي.

کندهار کې یوې زده‌کوونکې اریا سلام‌وطندار ته وویل: «بدبختانه چې تر شپږم ټولګي پورې اوس ښوونځي خلاصي دي، هغه هم ممکن بېرته بند شي. تعليم باید نر او ښځه دواړه وکړي. موږ حکومت څخه غوښتنه کوو چې له اول څخه تر ۱۲ ټولګي پورې ښوونځي د زده‌کوونکو پر مخ پرانیزي. که موږ اوس د خپل حق لپاره غږ پورته کوو وېره لرو چې موږ به د امنيت له‌خوا ونيول شوو، موږ د نړيوالي ټولنې څخه غواړو چې زمونږ د حقوق لپاره غږ پورته کړي.»

کندهار کې د قلم‌ لار ټولنې مشر مطیع‌الله ویسا چې د پوهنې د ودې لپاره مبارزه کوي وايي، اسلامي امارت د منځنۍ او لېسې دورې د نجونو ښوونځیو د پرانیستو په اړه په خپله ژمنه کې پاتې راغلی چې دا به افغانان او نړیواله ټولنه پر دوی بې باوره کړي.

هغه وويل، د نجونو د ښوونځيو تړلي پاتې کېدل د زده‌کوونکې د مایوسۍ لامل کېږي او نه‌شي کولی په ښه توګه زده‌کړې وکړي. نوموړی وايي، که اسلامي امارت له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د تعلیم اجازه ور نه‌کړي، خلک به پراخ لاریونونه پيل کړي.

بل‌خوا د کندهار د پوهنې ریاست ویاند نظر محمد صمیمي بیا وایي، کله چې د پوهنې وزارت له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو ته اجازه ورکړي، دوی چمتو دي چې د نجونو پر وړاندې ښوونځي پرانیزي.

هغه سلام‌وطندار ته وویل: «لومړي قدم کې دغه پرېکړه د نورو سيمو لپاره پرېکړه د وزارت مقام ده. د شروع کېدو او نه شروع کېدو ټوله پرېکړه د دوی په لاس کې ده. اوس هم موږ د وزارت پرېکړې ته منتظر يو، که وزارت امر وکړي، موږ اماده يو په هغه ورځ به تدريسي بهير راپیل کړو.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ټاکل شوې وه د نجونو د منځنۍ او لېسې دورې ښوونځي له میاشتو ځنډ وروسته د نوي تعلیمي کال په پرانیستو سره بېرته پیل شي، خو د پوهنې وزارت وویل، له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کوونکو ښوونځي به تر بلې خبرتیا پورې تړلې وي. د اسلامي امارت دغه پرېکړه په پراخه کچه غندل شوې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام