Asset 1SWN

سلام وطندار

د کډوالو چارو وزارت پلاوی یوه غونډه کې د ګډون په موخه تهران ته تللی

Azadi-Tower-Tehran-Iran-2-768x512

د اسلامي امارت چارواکي وايي، د افغانستان، ایران، ملګرو ملتونو او پاکستان څلوراړخیزه غونډه چې پنځه ورځې به دوام وکړي، سبا په تهران کې پیلېږي.

دا غونډه د ناقانونه کډوالو د ستونزو حل او په خپله خوښه هېواد ته د هغوی راستنولو په موخه جوړېږي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د اسلامي امارت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال عبدالرحمان راشد وايي، د دې غونډې موخه په یادو هېوادونو کې د افغان کډوالو د ستونزو حل او په خپله خوښه یې د بېرته را ګرځېدو لپاره د شونتیا څېړل دي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولان ډاډ ورکوي، د هغو کډوالو کډوالو لپاره به د اوسېدو ځای او کاري فرصتونه هم برابر کړي چې په خپله خوښه بېرته هېواد ته را ستنېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دغه وزارت د شمېرو له مخې، اوس شپږنیم میلیونه افغان کډوال چې یوشمېر هغه یې له فزیکي او اروايي تاوتریخوالي سره مخ دي، په ایران او پاکستان کې اوسېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام