ایراني چارواکو ویلي چې سر له نن څخه به هغه کډوال له دغه هېواد څخه باسي چې په ناقانونه توګه ورغلي دي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال مجید میر احمدي ویلي، پولیسو ته یې امر کړی چې سر له نن څخه به هغه کډوال نیسي چې په ناقانونه توګه دغه هېواد ته ورغلي.

مجید میراحمدي همداراز ویلي، هغه کسان چې ناقانونه کډوال یې ایران کې پر کار ګومارلي، هغوی به له درېوو تر شپږو میاشتو زنداني کېږي او نغدي جریبه به هم ورکوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ایران د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال ټينګار کړی دا کسان به د هغو پیسو پنځه برابره جریمه کېږي چې په یوه ورځ کې ناقانونه کارګر ته ورکول کېږي.

په دې وروستیو کې ایران د ناقانونه کډوالو لپاره د نوم لیکنې بهیر پيل کړی و، دا بهیر لس ورځې وړاندې پای ته ورسېد، خو د دویم ځل لپاره یې موده وغځول شوه او بیا پرون پای ته ورسېد.

په ورته ایراني رسنیو د دغه هېواد د چارواکو له قوله راپور ورکړی چې دا مهال ایران کې د څلور اعشاریه درې میلونه او څلور اعشاریه پنځه میلیونه ترمنځ قانوني او ناقانونه افغان کډوال اوسېږي.

افغانستان کې د جمهوري نظام په پرځېدو سره کاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران ته د افغان کډوالو قانوني او ناقانوني تګ ډېر شوی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې ګڼ‌شمېر رسنیو د دغه د پوله‌ساتو ځواکونو او امنیتي منسوبینو له لوري له افغان کډوالو سره په ایران کې د ناسم چلن په اړه راپورونه ورکړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام