Asset 1SWN

ذ.بېح‌الله م.جاهد: د رسنیو پرمختګ زموږ او د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ګډه موخه ده

د ا.ا ویاند ذ.بېح‌الله م.جاهد نن په کندهار کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې له مشرتابه سره د لیدني پر مهال ویلي چې د رسنیو پرمختګ د ا.ا د بنسټیزو موخو له ډلې یوه ده او په ګډه به ورته ځان رسوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې پلاوي د ښځینه خبریالانو پر وړاندې محدودیتونه لویه ننګونه بللې او غوښتنه يې کړې چې ا.ا دې په دې برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي.

 د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې رییس عبدالقدیم ویاړ ویلي، یوشمېر حکومتي بنسټونه له رسنیو او خبریالانو سره د خپلو دندو خلاف چلن او ناقانونه عمل کوي چې باید مخه یې ونیول شي. ویاړ د رسنیو قانون د خبریالانو او رسنیو د ستونزو د حل برخه کې یوه اړتیا بللې او د ځنډ په اړه یې اندېښنه ښودلې ده.

عبدالقدیم ویاړ د ګڼو نورو مسایلو تر څنګ، په مرکز کې د حکومت مطبوعاتي تشه هم لویه ستونزه بللې او ټینګار يې کړی چې رسنیو ته د ځواب ویلو لپاره دې هلته مسلکي بشري قوه فعاله شي.

په همدې حال کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د کېسونو د څېړنې برخې مسوول جمیل وقار د خبریالانو او دولتي ویندویانو ترمنځ همغږي او ترمنځ یې مسلکي چلن د شته وضعیت ښه کېدو لپاره مهم بللي او دې برخې ته یې د لازم پام غوښتنه کړې ده.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د مشرتابه او د اسلامي امارت د ویاند ترمنځ په دوه‌اړخیز بحث کې پرېکړه شوې چې د رسنیو او خبریالانو د فعالیت برخه کې د اسانتیاوو برابرولو لپاره به ګډ کار او همکاري کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
ویدیوهای مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام