نن سه‌شنبه د نومبر ۲۱مه «لړم ۳۰مه» د ټلوېزیون له نړیوالې ورځې سره برابره ده. د افغانستان خپلواکو رسنیو ملاتړي بنسټ «نی» په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د تېرو دوو کلونو پر مهال افغانستان کې ۵۲سلنه تصویري رسنیو خپل فعالیتونه ځنډولې دي.

د نی په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د نومبر ۲۱مه د ملګروملتونو له‌خوا د ټلوېزیون نړیوالې ورځې په توګه نومول شوې. افغانستان کې هم هر کال د ټلوېزیون نړیواله ورځ نمانځل کېږي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نی په خبرپاڼه کې راغلي: «سږکال د ټلوېزیون نړیواله ورځ داسې مهال رارسېږي چې د افغانستان له نیمايي ډېرې تصویري رسنۍ له ځان سره نه‌لرو. ټلوېزیون د تصویري رسنۍ په توګه د تېرو دوو لسیزو پر مهال د بیان ازادۍ، اطلاع‌رسونې او د عامه اذهانو په روښانولو کې رغنده رول لوبولی دی.»

نی زیاته کړې چې افغانستان کې د تصویري رسنیو فعالیتونه د قناعت وړ نه‌‌دي او له ملي او نړیوالو بنسټونو غوښتنه کوي چې له افغان تصویري رسنیو ملاتړ وکړي.

د افغانستان خپلواکو رسنیو ملاتړي بنسټ «نی» همداراز دې خبرپاڼه کې له مسوولانو غوښتنه کړې چې د رسنیو پر وړاندې د مالیې او مالي تضمینونونو برخه کې پر خپلو کړنو بیاکتنه وکړي، «څو افغانستان کې شته رسنۍ له‌منځه لاړې نه‌شي.»

دغه بنسټ د افغانستان ازادو رسنیو په ځانګړې توګه د ټلویزیونونو له مسوولانو غوښتي چې خپل فعالیتونه د بې‌پرېتوب او خپلواکۍ د اصولو پر بنسټ پر مخ بوځي، څو یاد شوي ارزښتونه ژوندي پاتې شي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د افغانستان ازادو رسنیو ملاتړ بنسټ «نی» د معلوماتو له مخې افغانستان کې له ۱۴۷ ټلویزیونونو څخه ۷۷ ټلویزیونونو د اقتصادي ستونزو له امله خپلې خپرونې ځنډولې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام