د پلټنې عالي ادارې چارواکو نن کابل کې د یوې خبري غونډې پرمهال په ۱۴۰۰مالي کال کې د خپلو فعالیتونو او لاسته‌راوړنو رپوټ له رسنیو سره شریک کړ.

د پلټنې عالي ادارې سلاکار فضل‌الله نظامي دې غونډې ته وویل، که څه هم د پلټنې عالي اداره هر کال شاوخوا ۳۰۰ دولتي ادارو کې پلټنې کوي، خو د ۱۴۰۱ مالي کال د پلان پربنسټ، په پام کې ده ۲۰۰ دولتي ادارې وپلټل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نظامي زیاته کړه، د پلټنې عالي اداره په هېڅ دولتي ارګان پورې تړاو نه لري او فعالیتونه یې په مسلکي توګه او د قانون پربنسټ تر سره کېږي.

د پلټنې عالي ادارې، اداري او مالي مرستیال نجیب الرحمان رحماني د۱۴۰۰ مالي کال د رپوټ جزییاتو په وړاندې کولو سره وویل، سږکال ۷۷۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته لېږدول شوي دي.

د رحماني په خبره، په هېواد کې له بدلونونو وروسته د عامه شتمنۍ د حیف و میل کېدو اندېښنې زیاتې شوې او دا د دې لامل شو چې دا اداره په دې برخه کې جدي ګامونه پورته کړي.

نوموړی همداراز وايي چې د مخکیني حکومت له سقوط وروسته، دوی خپل کار ته دوام ورکړ او ۵۹ دولتي ادارو کې د دوی پلټنې روانې دي.

له دې ټولو سره-سره د پلټنې عالي اداره وايي، له دندې څخه د ناوړه ګټې اخیستنې، اختلاس او د ځمکو د غصب د ۱۷ قضیو د څېړنې په پایله کې معلومه شوې چې د دولت خزانې ته ۱۱۷میلیونه افغانۍ زیان رسېدلی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د قانون او مقرراتو د رعایت څېړنه، د ادارو د کړنو پلټنه، د معلوماتي سېسټم څېړنه، لویې څارنوالۍ ته د عامه شتمنۍ د ناوړې ګټې اخیستنې قضیو لېږل، د پلټنې عالي ادارې له مسوولیتونو ګڼل کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام