پولنډ افغانستان ته يو شمېر نوي چاپ شوي بانک نوټونه وسپارل

په هند کې د پولنډ سفارت وايي، ياد هېواد تېره اوونۍ افغانستان ته يو شمېر د افغانيو نوي چاپ شوي بانک نوټونه ورکړل او نور به يې د ۲۰۲۲ کال تر پايه وسپاري.

په نوې ډېلي کې د پولنډ له سفارته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ۲۰۲۰ کال کې چې د (PWPW) شرکت او افغانستان ترمنځ کومه هوکړه شوې د هغې له مخې ۳۸۰ ميليونه افغانۍ نوي بانک نوټونه چاپېږي. نويو بانک نوټونو کې لسګونان، شلګونان، پنځوسيان او سلګونان شامل دي.