د بغلان یوشمېر صرافانو نن د دغه ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د ناامنیو او وسلهوالو غلاوو د ډېروالي پر وړاندې لاریون وکړ.
دغه لاریون له هغه وروسته کېږي چې ناپېژنده وسلهوالو غلو پرون هغه مهال یو صراف ټپي او نږدې څلورنیم میلیونه افغانۍ یې ترې یووړې چې غوښتل یې بانک ته یې یوسي.
دغه صراف عبدالبصیر نومېږي او وايي چې غلو د پولیسو په مخ کې وواهه او پیسې یې هم ترې یووړې.
معترض صرافان له امنیتي ادارو غواړي چې مجرمان ونیسي او د ناامنیو ډېروالي په اړه ورته ځواب ورکړي. دوی پر اړوندو ادارو تور لګوي چې د صرافانو د امنیت په خوندیتوب کې پاتې راغلې دي.
د دغو صرافانو په وینا، که دولت یې امنیت و نه ساتي، کاروبار یې کمېږي او دغه وضعیت به د هېواد پر اقتصاد منفي اغېز وکړي.
په همدې حال کې د بغلان والي محمداکبر بارکزي سلاموطندار ته ویلي چې له معترضو صرافانو سره یې لیدلي او ډېر ژر به یاده پېښه وڅېړي.
د بغلان د امنیې قومانداني سرپرست صفيالله مخزون هم وايي چې د یادو غلو یوه ډله یې نیولې او د نورو هغو د نیولو لپاره یې هم عملیات دوام لري.