Asset 1SWN

کامران علي‌زايي: د هرات بنديان د اوښکو بهوونکيو پر ګازو وژل شوي

Alizaie-oxrsmi6hgpjxg7q1vcob15h06hiycw1ybilpejcryg

 

د هرات د مرکزي زندان د بنديانو له نښتې ۴ ورځې وروسته اوس د ولایتي شورا غړيو د دغې پېښې پټ اړخونه روښانه کړي دي. د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ماښام د هرات د مرکزي زندان د پنځم بلاک زندانیانو د پولیسو له لوري د هغوی د غرفو له ورانولو وروسته اعتراض وکړ چې بیا په تاوتریخولي بدل شو.

د دغه تاوتریخوالي پایله کې ۸ زندانیان ووژل شول او ۱۲ نور ټپیان شول.

د هرات د ولایتي شورا رييس کامران علي‌زايي نن یوې خبري غونډه کې محلي مسوولان په ځانګړې توګه پولیس د دغې قضیې پر وړاندې په دروغ ویلو تورن کړل او ويې ويل، د نظامي شورا د تېرې اوونۍ جلسې کې پرېکړه وشوه چې د زندان له دننه څخه دې ټول مبایلونه را ټول شي.

د علي‌زايي په وینا، پولیسو د موبایلونو راټولولو ترڅنګ په خپل سر د زندانیانو ټولې غرفې او رهایشي تجهیزات وران کړي او د زندانیانو اعتراض ته یې هم په ډزو، اوښکې بهوونکي ګاز او برقي ډنډو سره ځواب ورکړی دی.

علی‌زايي د هرات مرکزي زندان مسوولان په فساد تورنوي او وايي، زندانیانو تېرو کلونو کې د پولیسو په همکارۍ ۴۰ غرفې جوړې کړي چې د هرې یوې غرفې په بدل کې هر زنداني څخه له سلو تر ۱۵۰ زره پورې افغانۍ اخیستل شوي دي.

په همدې حال کې د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، د دغې پېښې څېړلو لپاره تېرو دوو ورځو راهیسې کابل څخه یو پلاوی ورغلی چې دغه قضیه به په هر اړخیز ډول وڅېړي.

که څه هم د هرات زندان مسوولان دې برخه کې نظر نه ورکوي؛ خو د هرات مرکزي زندان کې یوه معتبره سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي سلام‌وطندار ته وايي، له دغې پېښې وروسته د زندان مدیر بدل شوی دی.

د سرچینې په وینا، امنیتي ځواکونو وروسته له هغې چې انسان تښتوونکې ډلې چې د زندان له دننه څخه یې د تښتونو رهبري کوله، تلاشي کړې، یو شمېر خطرناکه زندانیانو تاوتریخوالی زیات کړ.

سرچینې زیاته کړه، خطرناکه زندانیانو صحي کلینیک، ښوونځي او ځینو نورو ځایونو ته اور ورته کړ چې شمېرې ښيي، د هرات زندان ته ۱۵۰ زره ډالره زیان اوښتی دی.

هڅه مو وکړه چې راپور کې د پولیسو لیدلوری هم واخلو، خو هغوی خبرو کولو ته حاضر نه‌شول.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام