Asset 1SWN

د هرات مرکزي زندان کې يوه بندي ځان ته اور اچولی

Herat-Prison-1-oxa1gjfd8wmyk2b7qmpgbl0217hpl53j40oyzt72j8

 

د هرات د مرکزي زندان مسوولان وايي چې زندان کې يوه بندي ځان ته اور اچولی دی.  د ياد زندان مدير میوند صمدي د ياد خبر په تاييد سره سلام‌وطندار ته وايي، دغه سړي د کورنيو اختلافاتو له کبله ځان ته اور اچولی.

صمدي وايي، دا پېښه تېر ورځ مازديګر هغه مهال شوې چې کله يې مور او خور ليدو ته راغلې وې او له ليدو وروسته يې داسې کار کړی دی.

د نوموړي په وينا، دغه سړی ۷ کاله وړاندې له خپل پلار، مور، خور او ماما سره د انسان‌تښتوونې په تور بندي شوی و.

د هرات د مرکزي زندان مدير زياتوي چې په دې اړه څېړنو لپاره يو پلاوی ګمارل شوی دی.

د ياد ولايت د حوزوي روغتون سرطبیب عارف جلالی وايي، دغه زنداني ۲۶ کاله عمر لري او تېره ورځ درملنې لپاره ياد روغتون ته وروړل شوی دی.

جلالي وايي، د بدن ۹۰سلنه برخه يې سوځېدلې او ښايي چې ژوندی پاتې نه‌شي.

د يادولو ده د هرات مرکزي زندان کې د ۱۰۰ مېرمنو په ګډون له ۲۵۰۰ ډېر بنديان پر بېلابېلو جرمونو زنداني شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام