Asset 1SWN

د هرات زندان کې اخ او ډب؛ ۸ بندیان وژل شوي

herat-prison

 

د هرات په مرکزي زندان کې د پولیسو او زندانیانو د اخ او ډب پرمهال ۸ بندیان وژل شوي ۸ بنديان او ۴ پولیس ټپيان شوي دي.

د هرات د عامې ورغتیا ریاست ویاند محمد رفیق شېرزی وايي، د هرات په زندان کې د اخ و ډب له کبله د هرات حوزوي روغتون ته د لېږدول شویو بندیانو د جسدونو څېړنه ښيي چې يو بندي د مرمۍ په ډز او ۷ نور د نامعلومو زهري توکيو په خوړولو سره مړه شوي دي.

د شېرزي په خبره، د ټولو ټپیانو له ډلې ۸ بندیان د ډزو او ۴ پولیس د وهلو ډبولو له کبله ټپيان شوي دي.

د ټپيانو روغتيايي حالت نازک ښودل شوی دی.

په ورته وخت کې د هرات په زندان کې یوې معتبرې سرچینې د نوم نه خپرېدو په شرط سلام‌وطندار ته وویل، وروسته له هغې چې ځانګړو ځواکونو د بندیانو وسایل له منځه یوړل، بندیانو خوځښتونه وکړل او بلاک ته یې اور واچاوه.

د سرچينې په وينا، يو شمېر شتمنو بنديانو  ځانونو ته رهايشي توکي برابر کړي وو.

د هرات د مرکزي زندان مسوولان او محلي چارواکي په دې اړه خبرو کولو ته حاضر نه شول.

د يادولو ده چې تېره اوونۍ په ياد زندان کې يوه بندي ځان وسوځاوه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام