په افغانستان کې د ملګرو‌ملتونو استازولي یا یوناما د هغو دوو خبریالانو له خوشې کېدو هرکلی کړی چې د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو سازمان عالي کمېشنرۍ سره یې کار کاوه او د اسلامي امارت له لوري نیول شوي وو.

یوناما پرون په یوه ټویټ کې ټینګار کړی، هغه وخت رارسېدلی چې خپلسره نیونو پای ته ورسېږي او هغه کسان چې بې ګناه بندیان شوي ازاد دې شي. دغه بنسټ ویلي، هېڅ افغان او نړیوال خبریال یا مدني فعال باید ونه نیول شي او له ګناه پرته باید بند ته وانه‌چول شي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په ورته مهال د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو عالي کمېشنرۍ په خپل ټویټ کې د هغو دوو خبریالانو له ازادېدو هرکلی کړی چې دغه بنسټ ته یې کار کاوه.

وروستیو له هغې چې افغانستان کې د بهرنیو وګړو له هغې ډلې د ملګروملتونو د خبریالانو د لادرکه کېدو په اړه رپوټونه خپاره شول، د اسلامي امارت چارواکو اعلان وکړ چې دغه کسان یې له څېړنو وروسته بېرته خوشې کړي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد بېګاه شپه پر خپل ټویټرپاڼه د یادو بهرنیانو د نیولو لامل د قانوني اسنادو نه درلودول په ګوته کړي دي. نوموړي لیکلي: «هغو کسانو چې ځان یې د یوې بهرنۍ موسسې کار کوونکي معرفي کړي وو، له دې امله نیول شوي چې پېژندپاڼه، جوازلیک او لازم اسناد یې نه درلودل.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

مجاهد همداراز ویلي، دغه کسان له څېړنې او له ډاډ ترلاسه کولو وروسته خوشې شوې دي. نوموړي د یادو کسانو د شمېر په اړه څه نه دي ویلي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام