Asset 1SWN

د بیان ازادي کور اسلامي امارت ته: د اریانا نیوز خبریالان ژر خوشې کړئ

د بیان ازادۍ کور په یوه اعلامیه کې د اریانانیوز د هغو دوو خبریالانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې چې د دوشنبې په ورځ له غرمې وروسته د اسلامي امارت د ځواکونو له خوا نیول شوي دي. د دغو دوو خبريالانو د نيولو انګيزه لا نه ده څرګنده شوې او اسلامي امارت هم تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

خو اریانانیوز دغه خبر تایید کړی. د دې شبکې مشر شریف حسن‌یار د خپلو همکارانو نیول وحشتناک بولي او وایي چې د دغو خبریالانو د مصوونیت په اړه اندېښمن دي. حسن‌یار له اسلامي امارت څخه غوښتي چې د دوی خبریالان له کوم قید او شرط پرته خوشې کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د دغو دوو خبریالانو کورنۍ هم د دوی د مصوونیت په اړه اندېښنه لري. د بیان د ازادي کور د دغو دوو خبریالانو نیول غندي او وایي چې د اسلامي امارت دا ډول نیول د بشري حقونو او د بیان د ازادۍ له نړیوالو معیارونو څخه سرغړونه ده.

دغه راز، د بیان ازادي کور له نړیوالو بنسټونو، د رسنیو او خبریالانو له ملاتړو ادارو څخه غوښتي چې د افغانستان د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې د سیستماتیک فشار او ځپلو مخه ونیسي او اجازه ورنکړي چې د افغانستان د خلکو او رسنیو ازادي تر پښو لاندې شي او د بیان ازادي غږ بند شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

تر دې مخکې هم څو تنه خبریالان د اسلامي امارت له‌خوا نیول شوي او وهل او ټکول شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
ویدیوهای مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام