Asset 1SWN

د پاکستان د کراچۍ له یوه زندانه ۱۳۷ افغانان خوشې شوي

332190637_145205551770503_3742786252814772500_n

په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت وايي چې د دغه هېواد د کراچۍ ښار له زندان څخه ۱۳۷ افغان کډوال خوشې شوې دي.

د افغانستان سفارت نن شنبه د کب ۱۳مه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې په تازه خوشې شویو ۱۳۷ کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې خوشې شوي افغانان د چمن دروازې له لارې افغانستان ته لېږدول شوي دي.

په همدې حال کې د افغانستان سفارت په خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي، یاد افغان کډوال د قانوني اسنادو نشتون له امله د پاکستاني پوليسو له لوري بندیان شوي وو.

دا په داسې مهال دی چې له دې وړاندې هم یو‌شمېر افغان کډوال د کراچۍ ښار له بېلابېلو زندانونو څخه خوشې شوي وو. په ورته مهال د ځینو راپورونو پر بنسټ، د پاکستان په زندانونو کې د ځینو افغانانو د مړینې خبر هم ورکړل شوی دی.

د اسلامي امارت چارواکو همداراز له دې مخکې ټینګار کړی چې د پاکستان په زندانونو کې لا هم افغانان بندیان دي او په وینا یې، د خوشې کېدو هڅې یې رواني دي.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

په پاکستان د کډوالو چارو ځینې بنسټونه او فعالان وايي چې د دغه هېواد پولیس هغه افغانان هم نیسي چې قانوني اسناد لري. پاکستان کې یو‌شمېر افغانان هم وايي چې د قانوني اسنادو لرلو پرته بیا هم د یاد هېواد د پولیسو له‌خوا نیول شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام