د پاکستان حکومت هغو افغانانو ته چې درېیم هېواد کې د مېشتېدو لپاره خپلو اسنادو ته په تمه دي، یاد هېواد کې د دوه میاشتو اوسېدو اجازه ورکړه.

یاد افغانان پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نه‌لري او درېیم هېواد ته د تلو لپاره دغه هېواد کې د خپلو کېسونو بشپړېدو او ویزو ترلاسه کولو ته په تمه دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پاکستان د لنډمهاله حکومت د اطلاعاتو وزیر مرتضی سولنګي د یاد ضرب‌الاجل د اعلانولو پر مهال وویل، هغه کسان چې له ټاکل شوې مودې ډېر وخت تېروي، هره میاشت باید ۱۰۰ ډالر جریمه ورکړي.

د الجزیرې خبري شبکې نن پنج‌شنبه د ډسمبر ۱۴مه په یوه راپور کې ویلي چې د جریمه اندازه له ۱۰۰ تر ۸۰۰ ډالرو ټاکل شوې.

سولنګي وویل: «د دې اقداماتو موخه دا ده چې پاکستان کې ناقانونه افغانان د اوسېدو قانوني اسناد ترلاسه کړي او یا هم څومره ژر چې کېږي، درېیم هېواد ته د تلو لپاره خپل کېسونه بشپړ کړي.»

د ملګروملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) د معلوماتو له مخې، د اکټوبر میاشتې له لومړیو څخه تر دې مهاله پاکستان په زور له دغه هېواده تر ۴۵۰زره افغانان بېرته افغانستان ته ستانه کړې دي.

د پاکستان د حکومت په وینا، په سلو کې ۹۰سلنه افغانان په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي، خو UNHCR بیا له پاکستانه د افغانانو د وتلو پرېکړې اصلي لامل د پولیسو له‌خوا نیول او ځورول په ګوته کوي.

دغه اعلان وروسته له هغې کېږي چې پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت څېړنې او ستونزو حل په موخه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه پلاوي پاکستان ته سفر کړی و.

اټکل کېږي چې نږدې ۲۵زره افغانان امریکا ته د تلو لپاره پاکستان کې په تمه دي. د پاکستان د اټکل له مخې دغه هېواد کې ۱،۷ میلیونه ناقانونه افغان کډوال اوسېږي چې ډېری د ۱۹۷۹ کال کې پر افغانستان د پخواني شوروي له یرغل وروسته دغه هېواد ته تللې دي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

په همدې حال کې څه باندې دوه کاله وړاندې د جمهوریت په پرځېدو سره د ۶۰۰ او ۸۰۰زره ترمنځ افغانان پاکستان ته تللي چې ډېری یې درېیم هېواد ته د تلو لپاره شپې او ورځې سبا کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام