روزګان کې د اوبو ژورې څاه ته لوېدلی ماشوم مړ شوی

د روزګان امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت ګېزاب ولسوالي ته بېګاه شپه د اوبو ژورې څاه ته یو ماشوم لوېدلی او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

د یاد ولایت د امنیې قومنداني ویاند بلال روزګاني سلام‌وطندار ته ویلي چې امنيتي ځواکونو ياد ماشوم د اوبو له څاه څخه ژوندی راېستلی، خو په روغتون کې یې ساه ورکړې ده.

پاکستان کېس‌لرونکو افغانانو ته د اوسېدو دوه میاشتنی ضرب‌الاجل وټاکه

د پاکستان حکومت هغو افغانانو ته چې درېیم هېواد کې د مېشتېدو لپاره خپلو اسنادو ته په تمه دي، یاد هېواد کې د دوه میاشتو اوسېدو اجازه ورکړه.

یاد افغانان پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نه‌لري او درېیم هېواد ته د تلو لپاره دغه هېواد کې د خپلو کېسونو بشپړېدو او ویزو ترلاسه کولو ته په تمه دي.

د ژغورنې نړیواله کمېټه: ۲۰۲۴کال به ۲۰ هېوادونو کې بشري ناورین لاپسې خراب شي

د ژغورنې نړیوالې کمېټه «IRC» وايي چې د اقلیمي بدلون ترڅنګ د وسله‌والو نښتو زیاتوالی او د نړیوالو مالي ملاتړ کوونکو کمښت به راتلونکي ۲۰۲۴ کال کې په نړیواله کچه بشري ناورینونه لاپسې پراخ کړي. د رویټرز د راپور پر بنسټ، هغه کسان چې ټوله نړۍ کې له خپلو مېنو په زور اېستلو ته اړ شوي، شمېر یې ۱۱۰ میلیونه ته رسېدلی دی.

راشدخان د شل اووره سیالیو غوره توپ‌اچوونکی شو

د کرېکټ نړیوالې شورا يا ای‌سي‌سي د تازه درجه بندۍ له مخې راشد خان په شل اووره نړېوالو سياليو کې لومړی ځای خپل کړی دی.

نوموړي په ۶۹۲ امتيازونو سره دغه مقام ته غوره شوی. د هند ورو توپ‌اچونکي رافي بېشنوی هم د ورته امتيازونو په لرلو دويم ځای کې دی. بېشنوی چې له دې وړاندې له راشد خان لومړی مقام ترلاسه کړی و، نوې درجه‌بندۍ کې دويم ځای ته ښکته شوی دی.